وزيراعظم محمد نواز شريف به سږ كال د عمومي اسمبلۍ غونډه كښې په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلم معامله پورته كوي٬

د بلوچستان په اړه د هندي وزيراعظم بيان د ملګرو ملتونو د چارټر خلاف ورزي او په بلوچستان كښې د هندي لاس وهنې اعتراف دے٬د پاكستان پھ بېلو برخو كښې پاكستانې اولس د هند استخبارتي ايجنسو د تخريبي كاروائيو ښكار دے۔د خارجه دفتر وياند نفيس ذكريا اونيز پرېس بريفنګ

وزيراعظم محمد نواز شريف به سږ كال د عمومي اسمبلۍ غونډه كښې په مقبوضه كشمير كښې د هندي ظلم معامله پورته كوي٬
د بلوچستان په اړه د هندي وزيراعظم بيان د ملګرو ملتونو د چارټر خلاف ورزي او په بلوچستان كښې د هندي لاس وهنې اعتراف دے٬د پاكستان پھ بېلو برخو كښې پاكستانې اولس د هند استخبارتي ايجنسو د تخريبي كاروائيو ښكار دے۔د خارجه دفتر وياند نفيس ذكريا اونيز پرېس بريفنګ

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 18اگست 2016ء) پاكستان وئېلي دي وزيراعظم محمد نواز شريف به سږ كال د عمومي اسمبلۍ غونډه كښې په مقبوضه كشمير كښې د هند ظلم معامله په بشپړه ډول پورته كوي٬د بلوچستان په اړه د هندي وزيراعظم بيان د ملګرو ملتونو د چارټر خلاف ورزي او په بلوچستان كښې د هندي د لاس وهنې اعتراف دے٬د پاكستان پھ بېلو برخو كښې پاكستانې اولس د هند استخبارتي ايجنسو د تخريبي كاروائيو ښكار دے۔

د خارجه دفتر وياند نفيس ذكريا د زيارت په ورځ اونيز پرېس بريفنګ په مهال د مقبوضه كشمير په حقله د پوښتنې په ځواب ووئيل وزيراعظم نواز شريف به راروانه مياشت د ملګرو ملتونو عمومي اسمبلۍ غونډه كښې پھ مقبوضه كشمير كښې د رياستي ظلم معامله په بشپړه ډول پورته كوي۔وزيراعظم به ملګرو ملتونو كښې د كشمير پشمول په ټولو مسئلو بحث كوي۔وياند ووئيل خارجه سېكتر د هند خپل هم څنګ ته د كشمير په اړه خبرو له خط هم ليكلې۔

وياند ووئيل په كشمير كښې د هندي ظلمونو په اړه دا مسئله په بېل فورمز پورته كړې شوې٬پاكستان د كشمير مسئلې پشمول د دوه اړخيزه مسئلو امن ناكه هواري له خبرې كول غواړي۔وياند ووئيل د ملګرو ملتونو د بشري حقونو كونسل پلاوي له كشمير ته د تللو اجازه نه وركول د څه د پټولو مترادف خبره ده۔وياند ووئيل د هندي وزيراعظم وېنا د هغه جمو كشمير كښې په رياستي ظلم د پردې اچولو ناكامه هڅه ده۔

د هندي وزيراعظم د وېنا په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د بلوچستان په اړه د هندي وزيراعظم بيان د ملګرو ملتونو د چارټر خلاف ورزي او په بلوچستان كښې د هندي لاس وهنې اعتراف دے۔په بلوچستان كښې د هند نيولې شوې جاسوس كلبهوشن ياديو هم دا اعتراف كړې۔وياند ووئيل پاكستان پھ بېلو برخو كښې پاكستانې اولس د هند استخبارتي ايجنسو د تخريبي كاروائيو ښكار دے۔

د سارك د خزانې وزيرانو د غونډې په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د سارك د خزانې وزيرانو غونډه كښې د خزانې وزير پشمول د ټولو غړيو هېوادونو خزانې وزيرانو ته بلنه وركړی شوې خو تراوسه د هندي چارواكو د اړخه د هند د خزانې وزير پاكستان ته د راتګ تصديق نه دې شوې۔سعودي كښې د ګيرو شوو پاكستانو كارمندانو په اړه وياند ووئيل د سمندر پورې پاكستانيانو وفاقي وزير پيرصدرالدين شاه سعودي عرب ته تللے دے او هغه د پاكستانيانو ستونزو هواري له د سعودي عربستان د بېلو وزيرانو سره ليده كاته كوي۔ )ص ف/ض ض/وس/1742)