د پاك چين اقتصادي راهدارۍ منصوبې ترسره كېدو سره به۔

سوئيلي منځنۍ آسيا د معاشي او تجارتي هلو ځلو مركز جوړ شي سی پېک ته د افغانستان د لارې تر منځنۍ آسيا پراختيا وركول به د دواړو هېوادونو سره سره د ټولې منطقې پرمختګ او سوكالۍ له سودمند وي۔ د بلوچستان ګورنر محمد خان اچكزئۍ افغان سفير ډاكټر عمر زاخېل وال سره خبرې

كوئټه(پاکستان نیوز پوائنٹ 18اگست 2016ء) د بلوچستان ګورنر محمد خان اچکزئی وئيلي دي د پاك چين اقتصادي راهدارۍ منصوبې ترسره كېدو سره به سوئيلي منځنۍ آسيا د معاشي او تجارتي هلو ځلو مركز جوړ شي۔ سی پېک ته د افغانستان د لارې تر منځنۍ آسيا پراختيا وركول به د دواړو هېوادونو سره سره د ټولې منطقې پرمختګ او سوكالۍ له سودمند وي۔ د پاكستان او افغانستان ترمينځھ اقتصادي ٬ تجارتي او كلتوري اړيكو ته وده وركول د وخت مهم حاجت دے۔

دا خبره ده ګورنر هاؤس كښې افغان سفير ډاكټر عمر زاخېل وال سره د ملاقات په مهال خپلو خبرو كښې وكړه۔ ګورنر محمد خان اچکزئی ووئيل پاكستان او افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه دي د دوه اړخيزه مرستې په نتيجه كښې شريك سوكاله سباؤن باوري كېدې شي۔ پاکستان او افغانستان كښې امن په ځائې كېدو ته دواړه هېوادونه اړتيا لري۔ په دې مهال افغان سفير ووئيل دا مهال 100 زره پاكستاني وګړي افغانستان كښې كار كوي۔

له دې كبله پاك چين اقتصادي راهدارۍ ته د افغانستان د لارې تر منځنۍ آسيا پراختيا وركولو سره به د دې افاديت يو په دوه شي۔ پاکستانی مصنوعاتو له منځنۍ آسيا او په خاص توګه افغانستان يو ګټه ور ماركيټ ثابت كېدې شي او د دواړو هېوادونو ترمينځھ معاشي او تجارتي هلو ځلو ته وده وركولو سره په مفني هلو ځلو او په خاص توګه په ترهګرۍ قابو موندل كېدې شي۔