د چين د اعلی پايې پلاوې د چن ډرونګ په مشرۍ كښې ګوادر ته ورسېد

پاكستان او چين به په ګډه ګوادر كښې ډېر زر په مېګا منصوبو عملدرآمد پېل كړي۔ د اېکسپرېس وے په شمول د ګوادر انټر نیشنل ایئر پورټ جوړولو كار به د روان كال په مهال پېل شي۔ د ګوادر پورټ اتھارټ چیئرمېن دوستین جمالدینی او ایډیشنل چیف سېکتر بلوچستان داؤد بړېچ پلاوي ته بریفنګ

کوئټہ(پاکستان نیوز پوائنٹ 18اگست 2016ء) د چين د اعلی پايې پلاوې د چن ډرونګ په مشرۍ كښې ګوادر ته رسېدلې۔ لس كسيزه پلاوي ګوادر پورټ، ایکسپریس وے ګوادر فری زون، پاک چائنا فرېنډ شپ پرائمری سکول فقیر کالونی ګوادر او نورو منصوبو جاج واخست۔ په دې مهال د ګوادر پورټ اتھارټی چیئرمېن دوستین جمالدینی او ایډیشنل چیف سېکتر داؤد بړېچ پلاوي ته بريفېنګ كښې ووئيل د سی پېک بشپړ كېدو او د ګوادر پورټ فعال كېدو سره د پاكستان په شمول ټوله منطقه كښې مثبت اقتصادي بدلون رامخې ته شي۔

ده ووئيل پاكستان او چين به په ګډه ګوادر كښې ډېر زر په مېګا منصوبو عملدرآمد پېل كړي۔ د اېکسپرېس وے په شمول د ګوادر انټر نیشنل ایئر پورټ جوړولو كار به د روان كال په مهال پېل شي۔ ده ووئيل پاك چين اړيكو سره به د ګوادر په شمول ټول پاكستان كښې معاشي ٬ معاشرتي او اقتصادي بدلون رامخې ته شي۔ ده ووئيل د پاكستان اولس چين سره اړيكو ته د قدر په سترګه ګوري۔

دواړو هېوادونو په هر سخت وخت كښې د يو بل ملګرتيا كولو سره منطقه كښې يو اعلی مثال قائم كړے۔ پلاوي ته د ګوادر ډوېلپمنټ اتھارټی ډائرېکټر جنرل ډاکټر سجاد حسېن هم بريفنګ وركړو۔ ده ووئيل د ګوادر پرمختيائي اداره يو يو شمېر پرمختيائي پروژو عملدرآمد كوي۔ دې كښې ځينې پروژې پايې ته هم رسېدلې دي كومو كښې چې جی ډی اے روغتون ٬ ، جی ډی سکول او نورو منصوبې شامل دي۔ د ګوادر ماسټر پلان په اړه هم پلاوې خبر كړې شو۔ (وا/وس/1618)