حكومت پھ مېرټ استاذان بهرتي كړي٬د اسلام آباد تعليمي ادارو كښې زده كوونكو له د ټرانسپورټ پشمول وړيا تعليمي آسانۍ وركړی كېږي۔د كېډ پارلماني سېكترې قامي اسمبلۍ ته ځواب

حكومت پھ مېرټ استاذان بهرتي كړي٬د اسلام آباد تعليمي ادارو كښې زده كوونكو له د ټرانسپورټ پشمول وړيا تعليمي آسانۍ وركړی كېږي۔د كېډ پارلماني سېكترې قامي اسمبلۍ ته ځواب

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ8اگست2017ء) د كېډ پارلماني سېكترې مائزه حميد وئېلي دي حكومت پھ مېرټ استاذان بهرتي كړي٬د اسلام آباد تعليمي ادارو كښې زده كوونكو له د ټرانسپورټ پشمول وړيا تعليمي آسانۍ وركړی كېږي۔د نهې پھ ورځ په قامي اسمبلۍ كښې نفيسه عنايت الله خټك تحريك وړاندې كړو چې د اسلام آباد ابتدائي تعليم لپاره د امتحاناتو كمېشن بل 2017 وړاندې كولو اجازه دې راكړی شي۔

پارلماني سېكترې مائزه حميد د بل مخالفت وكړو۔د بل محرك اغراض او مقاصد بيانولو كښې ووئيل د ماشوم د ټول ژوند بنياد په بنيادي تعليم اډاڼه دے۔د استاذانو بهرتۍ او د امتحانونو طريقه به سمول وي۔پارلماني سېكترې مائزه حميد ووئيل د وړاندې نه دا نظام موجود دے۔ماشومانو له د ټرانسپورټ پشمول وړيا تعليمي آسانۍ وركړی كېږي او د وړاندې څخه استاذان په مېرټ بهرتي شوي او اوسنۍ حكومت هم په مېرټ استاذان بهرتي كوي۔دغسې د بل وړاندې كولو تحريك رد كړی شو۔