د آزادې ټرېن د تيارې لړې په ښه ډول روانه ده٬ د ټرېن سندرغاړي به د رېلوے په سټېشنو د خپل فن څرګندونه كوي

د آزادې ټرېن د تيارې لړې په ښه ډول روانه ده٬ د ټرېن سندرغاړي به د رېلوے په سټېشنو د خپل فن څرګندونه كوي

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ8اگست2017ء) د آزادې ټرېن د تيارې لړې په ښه ډول روانه ده٬ د پېنډې په كېرج فېكټرې كښې يو سل خواري كښ د هېواد د بېلا بېلو كلتوري ورثو نمونو ته حتمي شكل وركوي۔ د آزادې د ټرېن پرانسته به د اګست په 12مه نېټه كېږي او دا به د اسلام آباد د مارګله رېلوے سټېشن څخه خپل سفر پېل كوي۔ دا ټرېن به د نظريه پاكستان٬ زمونږ د تېر وخت او د روښانه سباؤن عكاسي كوي۔ دا ټرېن به د پاكستان د څلورو واړو صوبو او د بېلا بېلو سيمو كلتوري ورثه په ډاګه كوي۔ د آزادې د جشن په موقع به پي اي سي اے د آزادې ټرېن لپاره 36 لوك فنكاران او موسيقاران وركوي او دې مقصد لپاره به فنډ د اطلاعاتو وزارت وركوي۔ دا فنكاران به د پېنډې او لاهور پشمول په بېلابېلو سټېشنو د خپل فن څرګندونه كوي۔