پېښور ٬ د آزادۍ ورځ په شايان شان طريقه لمانځلولپاره تيارۍ روانې دي

پېښور ٬ د آزادۍ ورځ په شايان شان طريقه لمانځلولپاره تيارۍ روانې دي

پېښور (پاکستان نیوزپوائنٹ8اگست2017ء) په پېښور كښې د آزادۍ ورځ په شايان شان طريقه لمانځلو لپاره تيارۍ روانې دي٬ د قامي بېرغونو٬ بېجونو په دكانونو ګڼه ګوڼه ده او دا ګڼه ګوڼه ورځ په ورځ زياتېږي۔ د پېښور ښار د قصه خوانۍ بازار په قامي بېرغونو ٬ بېجونو ښكلې شوې ۔ دغسې د يونيورسټي روډ پشمول ټول ښار كښې د جشن آزادۍ په حقله خلقو كښې جذبه او ولوله ده او په خپلو ګاډو٬ موټر سائيكلو ئې قامي بېرغونه لګولي دي۔