د كوريا كمپنې په خاص اقتصادي زونز كښې خپلې يونټې جوړولې شيِ۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د سوئيلي كوريا د قومي اسمبلۍ سپيكر چنګ سائيكيون په مشرې كښې پلاوي سره خبرې

د كوريا كمپنې په خاص اقتصادي زونز كښې خپلې يونټې جوړولې شيِ۔ د وزيراعظم شاهد خاقان عباسي د سوئيلي كوريا د قومي اسمبلۍ سپيكر چنګ سائيكيون په مشرې كښې پلاوي سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ8اگست2017ء) وزيراعظم شاهد خاقان عباسي وئيلي دي چې پاكستان جمهوريه كوريا سره د دريو لسيزې نه د زياتې مودې سفارتي اړيكو ته ډېر اهميت وركوي او د دواړو هېوادونو ترمېنځه د تجارت او سرمايه كارې پشمول په ټولو څانګو كښې د دوستې اړيكې لا قوي كېږي۔ ده دا خبرې د سوئيلي كوريا د قومي اسمبلۍ سپيكر چنګ سائيكيون په مشرې كښې پلاوي سره په خبرو كښې وكړې كوم چې د نهې په ورځ د وزيراعظم په دفتر كښې هغه سره ملاقات وكړو۔

په دې موقع د قومي اسمبلۍ سپيكر سردار اياز صادق هم موجود وو۔ وزيراعظم د دوه اړخيزه تجارتي حجم اضافې لپاره د موثره اقداماتو كولو په ضرورت زور رواړلو سره د كوريا كمپنو ته د پاكستان د سرمايه كارې د ماحول څخه د استفاده كولو٬ د توان ٬ معدنياتوِ٬ زرعي صنعت او د آئي ټي په څانګو كښې په خاص توګه د سرمايه كارې كولو بلنه وركړه۔ ده ووئيل چې د پاكستان حكومت خاص اقتصادي زونز جوړ كړي دي٬ د كوريا كمپنې په خاص اقتصادي زونز كښې خپلې يونټې جوړولې شيِ۔

چنګ سائيكيون په تود هركلي كولو د وزيراعظم مننه وكړه او هيله ئې څرګنده كړه چې دوه اړخيزه اړيكې به لا قوي شي۔ د سوئيلي كوريا په پلاوي كښې د پارلمان غړي كم دونګ٬ بيونګ ګګ٬ هونګ مون پائيو٬ بائيك جائي هون٬ آن ګيو بېك او لي وون ووك شامل وو۔