د ټاكنو اصلاحاتو لپاره د پارلماني كمېټۍ راپور قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړې شوكمېټۍ د جديدې ټېكنالوجي د لارې هېواد كښې سپيځلو ټاكنو له خپلو وړاندېزونو له حتمي شكل وركړې٬د دې نه پس به په آئين كښې 27م بدلون بل 2016 قامي اسمبلۍ ته وړاندې كولې شي٬د راپور تر فائنل كېدو 2 ذيلي كمېټۍ جوړ كړی شوي٬د يوې كمېټۍ مشر ډاكټر عارف علوي او د بلې مشر آفتاب احمد خان شېرپاؤ ؤ ٬د كمېټۍ 129 غونډې شوي ٬د راپور سره اختلافي نوټ هم شته ۔د كمېټۍ چيئرمېن سناتور اسحاق ډار

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ7اگست2017ء) د ټاكنو اصلاحاتو لپاره پارلماني كمېټۍ راپور قامي اسمبلۍ ته وړاندې كړے دے ٬ دغسې د كمېتۍ چيئرمېن سناتور اسحاق ډار ووئيل كمېټۍ د جديدې ټېكنالوجي د لارې په هېواد كښې سپيځلو ټاكنو له خپل تجاويز ته حتمي شكل وركړې٬د دې نه پس به په آئين كښې 27م آئين بدلون بل 2016 قامي اسمبلۍ كښې معرفي كولې شي٬د راپور تر فائنل كېدو 2 ذيلي كمېټۍ جوړ كړی شوي٬د يوې كمېټۍ مشر ډاكټر عارف علوي او د بلې مشر آفتاب احمد خان شېرپاؤ ؤ ٬د كمېټۍ 129 غونډې شوي ٬د راپور سره اختلافي نوټ هم شته ۔

د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د خزانې وزير اسحاق ډار تحريك وړاندې كړو چې د ټاكنو اصلاحاتو لپاره پارلماني كمېټۍ راپور وړاندې كولو كښې تر نن تاخير دې نظر انداز كړې شي۔د تحريك منظورېدو نه پس د خزانې وزير اسحاق ډار د ټاكنو اصلاحاتو كمېټۍ راپور ايوان ته وړاندې كولو سره ووئيل په 19 جون 2014 سپيكر د ټولو ګوندونو مشاورت سره د ټاكنو اصلاحاتو كمېټي جوړه كړی وه ٬كمېټۍ د ټاكنو اصلاحاتو په اړه د وكيلانو٬سول سوسائټۍ او د ټولنې نورو طبقو څخه 1200 تجاويز ترلاسه كړي كوم چې په 4 زره پنړو مشتمل وو۔

ده ووئېل كمېټۍ دوه عبوري راپورونه هم وړاندې كړي۔ د خزانې وزير ووئيل د 631 تجاويزو تفصيلي جاج اخستلې شوې۔د كمېټۍ سفارشاتو ترمخه نوې بل به قامي اسمبلۍ كښې معرفي كولې شي د كومې به چې 15 بابونه وي۔ده ووئيل د كمېټۍ سفارشاتو جوړولو كښې د ټولو غړو او ټولو ادارو مننه كوم۔شاه محمود قرېشي ووئيل د ټاكنو اصلاحاتو په اړه پي ټي آئي خپل كردار ترسره كړې۔د ټاكنو په عمل به سياسي ګوندونو تحفظات لرل۔ده ووئيل زمونږ مقصد دا دے چې په هېواد كښې راروانې ټول ټاكنې په سپيځلې ډول وشي۔ده ووئيل مونږ په هېواد كښې جمهوري كلتور ته وده وركول غواړو او مونږ د آئين او جمهوري ادارو د پاسدارۍ لوظ كوو۔