بايد د عائشه ګلالئۍ مسئله پارلمان كښې حل شي ٬ كه داسې ونه شوه نو سپريم كورټ دې سوموټو ايكشن واخلي۔آفتاب احمد خان شېرپاؤ

بايد د عائشه ګلالئۍ مسئله پارلمان كښې حل شي ٬ كه داسې ونه شوه نو سپريم كورټ دې سوموټو ايكشن واخلي۔آفتاب احمد خان شېرپاؤ

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ7اگست2017ء) د قامي وطن ګوند مشر آفتاب احمد خان شېرپاؤ وئېلي دي عدليه په مېرټ پريكړې كوي٬ بايد د عائشه ګلالئۍ مسئله پارلمان كښې حل شي او كه داسې ونه شي نو سپريم كورټ دې سوموټو ايكشن واخلي٬نواز شريف او د هغه ګوند په خپلو پالېسو عمل كوي۔د ګل په ورځ د پارلمان په خوا كښې مېډيا سره په خپلو خبرو كښې ده ووئيل بايد د تحريك انصاف غړي عائشه ګلالئۍ د اړخه په عمران خان د تورونو په حقله پارلمانې كمېټۍ كښې مسئله حل شي۔تورونه ډېر سنجيده دي كه د پارلمان كمېټۍ دا مسئله حل نه كړه بايد بيا سپريم كورټ سوموټو ايكشن واخلي۔ده ووئيل عدليه په مېرټ پريكړی كوي٬نواز شريف او د هغه ګوند په خپلو پالېسو عمل كوي۔