پیښور كښې د اېس اېس جي ډراپ زون په توګه د اخستې شوي زمكې مالكانو له پرله پسې كرايه وركړی كېږي۔د دفاع وزير

پیښور كښې د اېس اېس جي ډراپ زون په توګه د اخستې شوي زمكې مالكانو له پرله پسې كرايه وركړی كېږي۔د دفاع وزير

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ7اگست2017ء) د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير خان وئېلي دي پیښور كښې د اېس اېس جي ډراپ زون په توګه د اخستې شوي زمكې مالكانو له باقاعدګۍ كرايه وركړی كېږي۔د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال د آفتاب احمد خان شېرپاؤ د پوښتنې په ځواب د دفاع وزير انجينئر خرم دستګير خان ووئيل په 1965 كښې د پېښور سورے زئي بالا سيمه كښې د اېس اېس جي ډراپ زون په توګه 1044 ايكړه دوه كناله زمكه ترلاسه كړی شوې وه او د هغې 2 لكه 88 زره 688 روپۍ كلنه كرايه باقاعدګۍ څخه د پیښور لينډ ريكوزېشن كليكټر دوهم كمشنر د لارې د زمكې مالكانو له وركړې كېږي۔