وزيراعظم محمد نواز شريف به(سبا)د پاكستان نيوي وار شپ ټينګر فليټ پرانستې دستوره

كښې ګډون كوي٬ 17 زره تنه وزن لرونكې فليټ ټينكر د دفاعي پېداوار وزارت اود پاك بحريه سره د تركيه ميسرز اېس ټي اېم په همكارۍ جوړ كړې شوې٬د پاكستان نيوي فليټ ټينكر به د پاك بحريه لاجسټك اړتيا تر سره كولو له مرستيال وګرځي

اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 17اگست 2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف به(سبا)د جمعې په ورځ د پاكستان نيوي وار شپ ټينګر فليټ پرانستې دستوره كښې د مشر مېلمه په حېث ګډون كولو له كراچۍ ته ځي ۔دا دستوره به كراچۍ شپ يارډ اينډ انجينئرنګ وركس كښې كېږي٬ 17 زره تنه وزن لرونكې فليټ ټينكر د دفاعي پېداوار وزارت او د پاك بحريه سره د تركيه ميسرز اېس ټي اېم په همكارۍ جوړ كړې شوې ٬د پاكستان نيوي فليټ ټينكر به د پاك بحريه لاجسټك حاجتونه تر سره كولو له مرستيال وګرځي۔

د وزيراعظم دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې دا فليټ ټينكر د تركيه سره د پراخا مرستې او پخپلو پښو د اودرېدو په اړه د پاكستان د هڅو مهم مثال دے۔دا شپ ډيزائن تركيه رامخې ته كړے كوم چې بيا په كراچۍ شپ يارډ كښې د پاكستان هنرمندو جوړ كړې۔د فليټ ټينكر ډيزائن په عصري رجحانانو اډانه د نيول شپ درجه بندۍ لپاره بيورو ويري ناس رولز ترمخه تيار كړے شوے۔بيان له مخې پاكستان او تركيه يو بل سره ښې اړيكې لري٬د فليټ ټينكر جوړولو غوندې شريكې پروژې سره به عقيدې٬ورثې او خپلولي وده ومومي ۔فليټ ټينكر د ټاكلې مودې نه دوه مياشتې وړاندې بشپر شوے او دا د تركيه حكومت او اولس لخوا د آزادۍ ورځې دستورو په موقع پاكستاني قام له ډالۍ ده.