اسلام آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 17اگست 2016ء) داخله وزير چوهدري نثار علي خان وئيلي دي چې كراچۍ كښې د وګړو تښتولو په اړه د صوبائي حكومت څخه ځواب ترلاسه كولو سره به ايوان خبرولې شي٬د رينجرز ډي جي سره به هم زه په دې لړ كښې پخپله خبره وكړم او د ددې پلټنې به هم كولې شي۔د شورؤ په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اېم كيو اېم غړي اقبال محمد علي خان د اعتراض په نكته ووئيل زمونږ اته كارمندان تېره ورځ تښتولې شوي ٬ داخله وزير دې نوټس واخلي په دې سپيكر ووئيل دا معامله صوبائي ده او د صوبائي حكومت سره به خبره كولې شي۔
اقبال محمد علي خان ووئيل دا تعصبانه كاروائي ده د دې په ځواب داخله وزير چوهدري نثار علي خان ووئيل فاضل غړي چې څه وئېلي دي كه هغه سم وي نو د غندنې وړ ده۔داخله وزير ووئيل د سپيكر وېنا سمه ده چې دا صوبائي مسئله ده خو په ايوان كښې چې كله هم څه مسئله پورته كړې شي بايد د هغې ځواب وركړې شي۔داخله وزير ووئيل تر سبا وخت دې راكړې شي۔د سندھ صوبائي حكومت او د رينجرز ډي جي سره به زه پخپله خبره وكړم۔د دې پلټنې به كولې شي۔