عدالت توثيق كړے چې وزيراعظم محمد نواز شريف پخپل كوم دور كښې نه اختيارات ناوړه كارولي او نه په هغه د كرپشن څه كيس شته٬د وزيراعظم پھ ضد مقدمه د كرپشن نه ده٬بني ګاله كښې د يو ناست كس په ذهني حالت تشويش لرو٬هغه هره ورځ په دروغو وئېلو اولس ګمراه كوي٬وزيراعظم د قانون پاسدارۍ له خپله ټوله كورنۍ احتساب ته وړاندې كړې٬وزيراعظم د اولسي پرمختګ او څوكالۍ لپاره دا مقدمه مخ په وړاندې بيائې٬ټول قام ته معلومه ده چې عمران خان الېكشن كمېشن او عدالتونو ته نه وړاندې كېږي هغه ځكه نه وړاندې كېږي چې خبر دے زه يو مجرم يم٬اولس به د عمران خان په شكل سازشونه كونكي فسادي ډله مسترد كړي د پاكستان اولس له ډاډ وركوم چې وزيراعظم به د هغوي د مېنډېټ په خاطر تر آخري وخت دا جنګ كوي مخالفينو پھ خېبرپښتونخوا كښې د احتساب اداره بنده كړی٬وزيراعظم او د هغه كورنۍ به پھ سپريم كورټ كښې هم بريالې كېږي۔د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب د سپريم كورټ په خوا كښې مېډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان پوائنٹ نیوز20جولائی2017) د د اطلاعات او خپرونو دوهمې وزيرې مريم اورنګزېب وئېلي دي عدالت توثيق كړے چې وزيراعظم محمد نواز شريف په خپل كوم هم دور كښې اختيارات ناوړه نه دې كارولي او نه په هغه په كوم دور كښې د كرپشن څه كيس شته٬د وزيراعظم پھ ضد مقدمه د كرپشن نه ده٬بني ګاله كښې د يو ناست كس په ذهني حالت تشويش لرو٬هغه هره ورځ په دروغو وئېلو اولس ګمراه كوي۔

د زيارت په ورځ د سترې محكمې په خوا كښې خبريالانو سره په خبرو كښې مريم اورنګزېب ووئيل خواست كونكي د وزيراعظم په ضد سپريم كورټ ته راغلې او وائې چې وزيراعظم مني لانډرنګ كړی٬د پاكستان د اولس روپۍ يې پټي كړي او خپلې اثاثې يې پټې كړی۔دې ووئيل مخالفينو په پانامه كيس د سياست كولو هڅه كړې۔دې ووئيل شريفې كورنۍ د وړومبۍ ورځې څخه په جے آئي ټي تحفظات لرل او اوس هم په هغې قائمه ده۔

دې ووئيل په دې ټوله موده كښې دا يوه خبره ثابته شوه او د پاكستان اعلٰی عدليې هم د دې توثيق كړے چې په درېم ځل ټاكلې شوې وزيراعظم او دوه وارې د پنجاب وزيراعلٰی په چوكۍ پاتې محمد نواز شريف پھ خپل دور كښې نه اختيارات ناوړه كارولي او نه يې كرپشن كړی۔دې ووئيل وزيراعظم د قانون پاسدارۍ له خپله ټوله كورنۍ احتساب ته وړاندې كړې٬وزيراعظم د اولسي پرمختګ او څوكالۍ لپاره دا مقدمه كوي٬ټول قام ته معلومه ده چې عمران خان الېكشن كمېشن او عدالتونو ته نه وړاندې كېږي هغه ځكه نه وړاندې كېږي چې هغه ته معلومه ده چې زه يو مجرم يم٬اولس به د عمران خان په شكل كښې سازشونه كونكي فسادي ډله مسترد كړي۔

دې ووئيل د پاكستان اولس له ډاډ وركوم چې وزيراعظم به د هغوي د مېنډېټ په خاطر تر آخري وخت دا جنګ كوي۔دې ووئيل مخالفينو پھ خېبرپښتونخوا كښې د احتساب اداره بنده كړی٬وزيراعظم او د هغه كورنۍ به پھ سپريم كورټ كښې هم بريالۍ كېږي۔