د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د اعلٰی پاې غونډه٬د سي پېك په پروژو د كار جاج واخستلې شو

د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې د اعلٰی پاې غونډه٬د سي پېك په پروژو د كار جاج واخستلې شو

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 16اگست 2016ء) د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پھ پروژو كار په تندۍ سره روان دے او د وړومبي پړاؤ پروژې به په 2017 كښې بشپړې شي۔وفاقي وزير ووئيل پھ لوېديز روټ د كار رفتار څخه مطمئن يو۔ده اړوندو چارواكو ته سپارښتنه وكړه چې په لوېديز روټ كار لپاره ځايې انجينئران وټاكي دغسې چې ځايې وګړو ته د روزګار موقعې په لاس ورشي۔

وفاقي وزير د دې خيالاتو څرګندونه د منصوبه بندۍ او پرمختګ وزارت كښې چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ پروژو پېشرفت جاج اخستو له د غونډې مشري كولوكښې وكړه۔په غونډه كښې په 29 اګست كېدونكې سي پېك سمټ او د ايكسپو د تيارو جاج هم واخستې شو۔په دې موقع وفاقي وزير ووئيل د سي پېك پروژه د حكومت په ترجيحاتو كښې شامله ده۔ده ووئيل په ټولو پروژو به د كار رفتار تندولې شي دغسې چې په خپل وخت بشپړې شي۔

د توان پروژو په اړه وفاقي وزير ووئيل د دې پروژو بشپړېدو سره به تر 2017 لس زره مېګاواټ برېښنا قامي ګرېډ كښې شامله كړې شي۔احسن اقبال ووئيل سي پېك قامي پروژه ده او دې نه به درې بلينه وګړي استفاده وكړي۔ده ووئيل په پروژې سياست كول به د وګړيو سره ناانصافي وي۔په غونډه كښې د سي پیك سمټ او ايكسپو تيارو جاج هم واخستې شو.