د آزاد كشمير نوي ټاكل شوي اولس مشر محمد مسعود خان پراخا تجربه لرونكے پخوانېسفارت كار٬

فعاله استازې٬ فعاله مذاكرات كار او د كشميريانو حقونو لپاره د موثر آواز په حېث په قومي او نړيواله كچه منل شوې شخصيت دے٬نوې اولس مشر راوالاكوټ سره تعلق لري٬په خارجه وزارت كښې په مهمو چوكو پاتې شوې٬په ملګرو ملتونو كښې دپاكستان استازې پاتې شوې٬سفارتي سفر يې بيجنګ نه پېل كړی٬واشنګټن٬هالينډ او جنيواكښې يې مهمې سفارتي ذمه وارۍ ترسره كړې دي

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 16اگست 2016ء) د آزاد كشمير نوي ټاكل شوي اولس مشر محمد مسعود خان پراخا تجربه لرونكے پخوانې سفارت كار٬فعاله استازې او فعاله مذاكرات كار او د كشميريانو حقونو لپاره د موثر آواز په حېث په قومي او نړيواله كچه منل شوې شخصيت دے٬نوې اولس مشر راوالاكوټ سره تعلق لري٬په خارجه وزارت كښې په مهمو چوكو پاتې شوې٬په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان استازې پاتې شوې٬سفارتي سفر يې د بيجنګ نه پېل كړی٬واشنګټن٬هالينډ او جنيوا كښې يې مهمې سفارتي ذمه وارۍ ترسره كړې دي۔

د خارجه دفتر وياند پھ حېث ده د كشميريانو حقونو لپاره په موثر ډول خپل غږ پورته كړې او د جمو كشمير د خلكو او د پاكستان د دريځ يې ترجماني او وضاحت كړی٬كشمير لپاره د سفارتي هلو ځلو په مهال ده د آزاد كشمير حكومت٬سياستدانانو او د مقبوضه كشمير كل جماعتي حريت كنفرنس سره ملاقاتونه كړي او دوي سره په تماس كښې پاتې شوې۔ده آزاد كشمير لپاره د نيلم جهلم د توان پلانټ د كوهاله پاور پلانټ او د زلزلې نه پس بيا رغونې او د منګله بند پراختيا لپاره په فعاله توګه كار كړې٬هغه په نړيواله كچه ښه شهرت لري٬د كالج په زمانه كښې د محمد مسعود خان نوم مسعود عبدالله وو٬د ملګرو ملتونو په هېډكوارټر نيويارك كښې د پاكستان استازې او سفير پاتې شوې۔

د دې نه وړاندې څلور كاله په چين كښې د پاكستان سفير وو٬په خارجه وزارت كښې يې په مهمو چوكو وظيفه ترسره كړې٬په ملګرو ملتونو كښې يې پھ سلامتي كونسل كښې د پاكستان په ښه ډول نمائندګي كړی۔په كال 2013م كښې يې د سلامتي كونسل د مشرۍ اعزاز هم ترلاسه كړې۔په دې موده كښې هغه د يونيسف د ايګزېكټو بورډ صدر هم ټاكل شوې وو٬په چين كښې د سفارتكارۍ پھ مهال مسعود خان د پاكستان او چين د اقتصادي لارې په تيارۍ شپه او ورځ خواري كړې۔(م ع/وس/ګ ل/2018)