د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف د اوبو تېرېدو د لارو څخه د تجاوزاتولرې كولو هدايت وكړود فلډ كميسون چارواكې دې د ناله لئي دوره

هم وكړي او پنجاب حكومت ته دې پھ دې لړكښې راپور وړاندې كړي٬كنټونمنټ بورډ دې په خپله سيمه كښې د ناله لئي سره سره دتجاوزاتو خاتمه وكړي۔د اوبو او برېښنا وزارت دې د موسمياتو محكمې لپاره د رېډار سسټم په اخستلو كښې مرسته وكړي۔د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف فېډرل فلډ كميسون په غونډه كښې هدايت

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 16اگست 2016ء) د اوبو او برېښنا وفاقي وزير خواجه محمد آصف ټولو صوبو او ټولو اړوند محكمو ته هدايت كړی چې د اوبو تېرېدو د لارو څخه دې تجاوزات لرې كړيد فلډ كميسون چارواكې دې د ناله لئي دوره هم وكړي او پنجاب حكومت ته دې پھ دې لړ كښې راپور وړاندې كړي٬كنټونمنټ بورډ دې په خپله سيمه كښې د ناله لئي سره سره د تجاوزاتو خاتمه وكړي۔

د اوبو او برېښنا وزارت دې د موسمياتو محكمې لپاره د رېډار سسټم په اخستلو كښې مرسته وكړي۔ده دا هدايات د نهې پھ ورځ د فېډرل فلډ كميسون د غونډې مشري كولو په مهال وكړه۔ده ووئيل چې د تجاوزاتو لرې كولو په نتيجه كښې ځينې خلك ځپلې كېدے شي خو د دې په نتيجه كښې د زرګونو په شمېر د خلكو ژوند بچ كېدے شي۔ده ووئيل چې تجاوزات تر لرې لرې رسېدلې دي۔وفاقي وزير په غونډه كښې د شويو پريكړو پھ نه عملي كېدو اندېښنه وښودله او د كميسون چارواكو ته يې هدايت وكړو چې د اقداماتو په اړه دې تفصيلي راپور تيار كړي۔خواجه آصف اړوند چارواكو ته د مستعد او ويښ اوسېدو هدايت هم وكړو،.