د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ له مخې به د اېل اېن جي څخه 360 مېګاواټ برېښنا پیدا شي۔د اوبو او برېښنا ذريعو وزارت

د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ له مخې به د اېل اېن جي څخه 360 مېګاواټ برېښنا پیدا شي۔د اوبو او برېښنا ذريعو وزارت

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 16اگست 2016ء) د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ له مخې به د اېل اېن جي څخه 360 مېګاواټ برېښنا پیدا شي او په پورټ قاسم او ساهيوال كښې د كوئلې څخه د برېښنا پیدا كولو د دوه پروژو څخه به 2640 مېګاواټ برېښنا ترلاسه شي۔د اوبو او برېښڼا وزارت ذريعو له مخې د توان په بحران قابو موندلو لپاره په بېلا بېلو پروژو كار روان دے۔د چشمه نيوكليئر پاور پلانټ څخه به 600 مېګاواټه٬د حبكو پاور پروژې څخه به 1230 مېګاواټه٬د جامشورو پاور پروژې څخه به 1230 مېګاواټه او په تهر كښې به د برېښنا پیدا كولو پروژې څخه 2 زره مېګاواټه برېښنا ترلاسه كړی شي۔د دې نه علاوه 800 مېګاواټه برېښنا به د هوا او 900 مېګاواټھ برېښنا به د لمر د توان څخه ترلاسه شي۔