د سوليزې ګاونډګيرۍ تصور نه ځانله د امن او پرمختګ خوب ريښتيا كېدې نه شي۔

دمنطقې هېوادونو له به يو بل سره ورورولۍ ته وده وركولو له وړاندې كېدل وي٬ په اولسي كچه تماس نيولو او جمهوري اقدار مستحكم كولو سره اهداف ترلاسه كېدې شي٬اختلاف رائې د خبرو د لارې اتقاق رائې كښې بدلول جمهوريت دے۔ د قامي اسمبلۍ سپيكرسردار اياز صادق د اولني سارك ينګ پارلېمنټرېنز كانفرنس پرانستې غونډې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 16اگست 2016ء) د قامي اسمبلۍ سپيكر اياز صادق اولني ينګ پارېمنټرينز سارك غونډه كښې ګډون كوؤنكو ته هركلي وئيلي سره د منطقې په هېوادونو زور راوړو چې د سوليزې ګاونډګيرۍ تصور نه ځانله د امن او پرمختګ خوب ريښتيا كېدې نه شي۔ د منطقې هېوادونو له به يو بل سره ورورولۍ ته وده وركولو له وړاندې كېدل وي۔ په اولسي كچ تماس نيولو او جمهوري اقدار مستحكم كولو سره اهداف ترلاسه كېدې شي۔

اختلاف رائې د خبرو د لارې اتقاق رائې كښې بدلول جمهوريت دے۔ د نهې به ورځ د اولني سارك ينګ پارلېمنټرېنز كانفرنس پرانستې غونډې ته خپله وېنا كښې اياز صادق ووئيل د پاكستان قامي اسمبلۍ 342 چوكو كښې په 70 زلمي پارلېمنټرېنز ټاكلې شوي دي۔ ده د پارلمان مېرمنو غړو كاركردګۍ په خاص توګه ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د ژوند په هره څانګه كښې به صنفي توازن په ځائې ساتلو ته خاص پاملرنه كول وي۔

دې څخه وړاندې د قامي اسمبلۍ غړي ملك عزير خان هم سارک ینګ پارلېمنټرېنز او ګرانو مېلمنو ته هركلې ووې۔ ده دا يوه تاريخي موقع وګرځوله۔ ده ووئيل دې ډول كنفرنسونو سره به د سيمې هېوادونو كښې په اولسي كچه رابطو كښې زياتوالي سره سره به د پارلماني ډپلومېسي د لارې د منطقې هېوادونو يو بل ته نزدې كولو كښې مرسته ترلاسه شي۔ ده وئيل د سارك تنظيم د لارې د منطقې د هېوادونو ترمينځه د خبرو لاره هوارولو له به مونږ له خپل كردار ترسره كول وي۔

دا خبره دې ښكاره وي چې په دې وړومبي سارک ينګ پارلیمنټرینز کانفرنس كښې د هند ٬ افغانستان' بنګله دېش' بھوټان' مالدیپ' سری لنکا' نیپال پارلیمنټرینز او پلاوي ګډون كوي۔ د پاكستان لخوا د قامي اسمبلۍ غړې ملك عزيز خان د كم عمره پارلېمنټرين كېدو به سوب د كنفرنس كنوينئر غوره كړے شوے۔ کانفرنس به (نن) د شورؤ په ورځ پايې ته ورسي۔ دې څخه وروستو به شريكه اعلاميه جاري كړې شي۔ (وا/ض ض/ګ ل/1851)