د مسلم لیګ (ن) نومولي شوي كانديد مسعود خان 42 رائے ترلاسه كولو سره

د آزادکشمیر اولس مشر صدر وټاكلې شو٬د پیپلز ګوند كانديد چوهدري لطیف اکبر 6 رائے ٬د مسلم کنفرنس او تحریك انصاف غړيو په ووټنګ كښې برخه وانخسته

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 16اگست 2016ء) د مسلم لیګ (ن) نومولې شوې كانديد مسعود خان 42 رائے ترلاسه كولو سره د آزاد کشمیر نوې اولس مشر وټاكلې شو٬ د پیپلز ګوند كانديد چوهدري لطیف اکبر 6 رائے ٬د مسلم کنفرنس او تحریك انصاف غړيو په ووټنګ كښې برخه وانخسته ۔د آزاد كشمير د نوي اولس مشر ټكنه د نهې په ورځ د آزاد كشمير د قانون سازې اسمبلۍ په هاسټل كښې وشوه۔

د آزاد کشمیر د قانون ساز اسمبلۍ 48 او د کشمیرکونسل 6 غړيو د راے وركولو اهل وو خو د مسلم کنفرنس او تحریك انصاف غړيو د ووټنګ په عمل كښې برخه نه وه اخستې۔ د پریذائیډنګ وظيفه د ټاكنو كمېسون چیف کمشنر جسټس مصطفیٰ مغل ترسره كړه۔ نوې اولس مشر 5 كالو لپاره وټاكلې شو۔د پيپلز ګوند يو غړي سردار خالد ابراهیم خان د خپل غړيتوب سوګند نه دې پورته كړې۔ د پولنګ عمل سهار د لسو بجو نه تر 3 بجو روان وو او د دغې نه پس د شمېر كولو عمل پېل شو۔نوې ټاكلې شوې اولس مشر مسعود خان به د اګست په 24مه نيټه د خپلې چوكۍ سوګند پورته كوي.