د پوځ سرلښكر جنرال راحیل شریف د 11 نورو ترهه ګرو د سولۍ كولو توثيق وكړو٬

تورونو ته مواصلاتي نظام ٬ تعليمي ادارې ړنګولو٬ په پاك پوځ٬ امنيتي ځواكونو باندې دبريدونو منصوبه بندۍ او په بريد كښې نيغه په نيغه د ككړېدو په سوب د سولۍ كولو سزااورولې شوې وه۔ آئي اېس پي آر

د پوځ سرلښكر جنرال راحیل شریف د 11 نورو ترهه ګرو د سولۍ كولو توثيق وكړو٬
تورونو ته مواصلاتي نظام ٬ تعليمي ادارې ړنګولو٬ په پاك پوځ٬ امنيتي ځواكونو باندې دبريدونو منصوبه بندۍ او په بريد كښې نيغه په نيغه د ككړېدو په سوب د سولۍ كولو سزااورولې شوې وه۔ آئي اېس پي آر

پېنډۍ(پاکستان نیوزپوائنٹ 16اگست 2016ء) د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف په مېجر جنرل عابد مجید‘ ډي آئي جي فیاض سنبل ‘ د آئي اېس آئي په انسپکټر کامران نذر د بريدونو ٬ په فرقه وارنه وژنو٬ د وګړيو او امنيتي اهلكارو په تخښتولو او د قتل پشمول نورو جرمونو كښې په ككړېدو 11 نورو ترهه ګرو ته د مرګ سزا توثيق كړې ده ٬ دا ترهه ګر مواصلاتي نظام ٬ تعليمي ادارې ړنګولو٬ په پاك پوځ٬ امنيتي ځواكونو د بريدونو منصوبه بندۍ او په بريد كښې نيغه په نيغه د ككړېدو په سوب د سولۍ كولو سزا اورولې شوې وه۔

د نهې په ورځ د آئي اېس پي آر له مخې د پوځ سرلښكر جنرال راحيل شريف د 11 نورو ترهه ګرو د مرګ سزا په باقاعده توګه توثيق كړې ده ۔ د آئي اېس پي آر لخوا د جاري تفصيلات له مخې ضیاء الحق د پلار نوم ئې ولی خان د تحریك طالبان پاکستان فعاله غړې ٶ او په ځانمرګي بريد كښې ككړ ٶ په كوم كښې چې په لويه شمېره مرګ ژوبله شوې وه٬ دې په قانون نافذ كوٶنكو ادارو بريد كښې هم ككړ ٶ چې پكښې د پوليس دوهم انسپکټر جنرل فیاض سنبل ‘ اے اېس آئي رضا خان او د انسپکټر کامران پشمول پوليس او نور ځوانان قتلول او فرقه وارانه واردات شامل دي ۔

ده ته مجسټرېټ د جرم په اعتراف كولو د سولۍ كولو سزا اورولې وه۔ فضل ربي د پلار نوم فضل غفور د تحریك طالبان پاکستان فعاله غړې ٶ ده به وګړي حلالول او دې سره سره په وسله والو ځواكونو بريدونو كښې هم ككړ ٶ چې په ترڅ كښې ئې د مېجر جنرال عابد مجيد پشمول ګڼ شمېر كسان مړه او ژوبل شوې وو ۔ده ته هم مجسټرېټ د مرګ سزا اورولې وه۔ محمد شېر د پلار نوم زارے د تحریك طالبان پاکستان فعاله غړې ٶ ٬ د وګړيو په قتلولو او په وسله والو ځواكونو بريد كښې د ككړېدو سره سره د ښونځينو په ړنګولو كښې هم ككړ ٶ۔

ده د مجسټرېټ په وړاندې د خپلو جرمونو اعتراف كړې ٶ او پوځي عدالت ده ته د پاڼسي سزا اورولې وه ۔ دغسې عمر زادہ د پلار نوم ګل رحمان٬ لطیف الرحمان د پلار نوم سېف الرحمان ٬ محمد عادل د پلار نوم اکبر جان ٬ اسرار احمد د پلار نوم عبدالرحیم جان٬ عبدالمجید د پلار نوم کهونه مولا ٬ حضرت علي د پلار نوم فضل ربي٬ میا سید اعظم د پلار نوم میا سید جعفر٬ قېصر خان د پلار نوم حبیب خان ټول د تحریك طالبان فعاله غړي وٶ او دوي هم عام وګړي په نښه كولو سره سره د مواصلاتي نظام ړنګولو او نورو يو شمېرو كاروائيو كښې د ككړ كېدو اعتراف كړې وو او دوي ته د سولۍ كولو سزاګانې اورولې شوې دې۔(وا/ض ض/ګ ل/1851)