حكومت د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره بشپړ اقدامات كوي۔سناتور لېفټيننټ جنرل(ر)عبدالقيوم

حكومت د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره بشپړ اقدامات كوي۔سناتور لېفټيننټ جنرل(ر)عبدالقيوم

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 16اگست 2016ء) د مسلم ليګ(ن)لارښود سناتور لېفټيننټ جنرال(ر)عبدالقيوم وئېلي دي چې حكومت د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره بشپړ اقدامات كوي٬پاكستان په ټوله نړۍ كښې د ترهه ګرۍ عندنه كوي٬قبائېلي سيمې د ترهه ګرو څخه پاكې كړی شوي دي۔د نهې په ورځ په يوه مركه كښې ده ووئيل چې په شمالي او جنوبي وزيرستان كښې د ترهه ګرو په ضد پھ عملياتو كښې د پاكستان امنيتي ادارو بشپړه كاميابۍ ترلاسه كړی دي۔

د ترهه ګرۍ په ضد د پاكستان كردار ټوله نړۍ مني۔ده ووئيل چې زمونږ لوېديزه پوله ډېره سخته ده٬افغان حكومت د پولې معاملې په كنټرول كولو كښې پاتې راغلې۔د كوئټې چاودنې په اړه ده ووئيل چې د دې مقصد پھ سيمه كښې عدم استحكام پیدا كول دي٬دا بريد د پاكستان او چين په اقتصادي لاره بريد دے۔ده ووئيل چې د پاكستان په ضد پراكسي وار روان دے او غېر ملكي عناصر د رياست په دښمنۍ كښې ككړ دي.