پارلمان كښې چې محمود خان اچكزئي څه وئېلي هغه د هغې او زه د خپلې وېنا ذمه واريم۔چوهدري نثار

پارلمان كښې چې محمود خان اچكزئي څه وئېلي هغه د هغې او زه د خپلې وېنا ذمه واريم۔چوهدري نثار

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 16اگست 2016ء) د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان وئېلي د محمود خان اچكزئي احترام كوو٬څه چې هغه په پارلمان كښې وئېلي دي د هغې هغه او چې څه ما وئېلي زه د هغې ذمه وار يم۔د نهې په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته محمود خان اچكزئي ووئيل د وزيراعظم په موجودګۍ كښې د كورنيو چارو وزير زما په اړه څه وئېلي دي په دې اړه دې وخت راكړې شي۔په دې د كورنيو چارو وفاقي وزير چوهدري نثار علي خان ووئيل د فاضل غړي احترام كوم٬زما په موجودګۍ كښې دې خبره وكړې شي نو زه به مننه كوم۔چې څه فاضل غړي وئېلي دي د هغې به هغه ذمه وار وي او چې څه ما وئېلي د هغې زه ذمه وار يم۔