پاكستان څخه د افغانانو د وتلو عمل روان دے- هره ورځ 600 كورنۍ افغانستان ته كډه كوي۔ هره كورنۍً 6 يا 7 كسان لري۔

پاكستان څخه د افغانانو د وتلو عمل روان دے- هره ورځ 600 كورنۍ افغانستان ته كډه كوي۔ هره كورنۍً 6 يا 7 كسان لري۔

اسلام آباد ۔(پاکستان نیوزپوائنٹ 15 اگست2016ء) پاكستان څخه د افغان كډوالو د وتلو عمل روان دے – هره ورځ 600 كورنۍ افغانستان ته كډه كوي۔ په هره كورنۍ كښې اوسطا 6 يا 7 كسان شامل دي۔ د يو اېن اېچ سي آر لخوا يوې كورنۍ ته 3 نه تر 4 لكهه روپې وركولې شي۔ پاكستان كښې د افغان سفارت دې كار كښې د خوښي نه لرلو په سوب د غېر رجسټرډ افغان كډوالو پروګرام ځنډ سره مخ شوے۔

چې په سوب ئې د افغان كډوالو بېرته تګ قلار شوے۔ د سېفران وزارت وياند ترمخه پاكستان كښې د 30كاله څخه د استوګمو افغان كډوالو د بېرته تلو عمل جاري دے۔ د اګست مياشتې تر اولنۍ اونۍ 30 زره كورنۍ افغانستان ته رسېدلي۔ د بېرته تلونكو كورنيو په طورخم بارډر د لګېدلي بائيو مېټرك سسټم د لارې فنګر پرنټ اخستلې شي دغسې چې د دوئي پاكستان ته د بيا راتلو مخنيوې وكړې شي۔

د چارواكو ترمخه تېره مياشت كډوالو لپاره د افغانستان وزير پاكستان ته راغلے ؤ۔ ده اسلام آباد كښې د افغان كډوالو غونډې ته خطاب كښې وئيلې وو افغان حكومت د افغان كډوالو هېواد ته بېرته تګ باوري كولو له د 24 زره اېكړه زمكې وركولو اعلان كړے ؤ كوم چې تر 40 زره اېكړه رسولې شوې دغسې چې افغان كډوال دغلته به عزت سره آباد كړې شي۔ د چارواكو ترمخه د خوراك نړيواله اداره بېرته تلونكو افغان كډوالو ته د خوراك څښاك سامان وركوي۔(وا/ض ض/ګ ل/2139)