د سمندر پورې پاكستانيانو وفاقي وزير پير سيد صدر الدېن شاه راشدي پاكستانيانو ته دپېښو مسئلو هواري له سعودي ته لاړ ۔ وفاقي وزير به د 5ورځنۍ دورې په مهال اړوندوسعودي وزيرانو او نورو اعلی چارواكو سره ملاقاتونه كوي۔

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 15 اگست2016ء) د سمندر پورې پاكستانيانو وفاقي وزير پير سيد صدر الدېن شاه راشدي پاكستانيانو ته د پېښو مسئلو حل له سعودي عربستان ته روان شوے دے ۔ د ګل په ورځ د وزارت سركاري ذريعو وئيلي د اوورسيز پاكستانيز فاؤنډېشن اېم ډي حبيب الرحمن خان هم وفاقي وزير سره ملګرے دے۔ وفاقي وزير به د 5ورځنۍ دورې په مهال اړوندو سعودي وزيرانو او نورو اعلی چارواكو سره ملاقاتونه كوي او دوئي سره به پاكستانيانو ته د پېښو مسئلو په حل د خيالاتو څرګندونه كوي۔

وفاقی وزیر د وزیراعظم محمد نواز شریف په امر د سعودي عربستان دوره كوي۔ د خارجه چارو وزارت ترمخه 10395 ځپلې پاكستاني خواركښ رياض ٬ جده ٬ طائف او نورو ځايونو كښې 20 كېمپونو كښې ژوند كوي۔ دوئي يو شمېر مسئلو سره مخ دي۔ بلخوا سعودي عربستان كښې د پاكستان سفارت ځپليو پاكستانيانو له خوراك او داروګان وركوي۔