ضرب عضب عمليات٬ بشپړ ويجاړو شوو كورونو له 4 لكه او لږ زيان رسېدونكو كورونولپاره 1 لك 60 زره روپۍ وركړی شوي۔د سېفران وفاقي سېكتر

ضرب عضب عمليات٬ بشپړ ويجاړو شوو كورونو له 4 لكه او لږ زيان رسېدونكو كورونولپاره 1 لك 60 زره روپۍ وركړی شوي۔د سېفران وفاقي سېكتر

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 15 اگست2016ء) د سېفران وفاقي پارلماني سېكتر شاهين شفيق قامي اسمبلۍ ته وئېلي دي د ضرب عضب عملياتو پھ مهال په 4250 كورونو كښې د 416 كورونو بيا جوړولو كار پیل شوې دې ٬په بشپړه توګه ويجاړو كورونو له 4 لكه او لږ زيان رسېدونكو كورونو لپاره 1 لك 60 زره روپۍ وركړی شوي دي ۔په سروے كښې د پارلماني غړيو شاملولو په تجويز به غور كولې شي۔

د ګل په ورځ قامي اسمبلۍ غونډه كښې الحاج شاه جي ګل آفريدي ضرب عضب عمليات فيز ون او فيز ټو پھ نتيجه كښې د املاكو تباهۍ او بيا جوړولو په اړه د پام راګرځولې نوټس په ځواب پارلماني سېكتر ووئيل خېبر كښې چې څومره هم كورونه تباه شوي وفاق د هغې جوړولو لپاره 5 اربه روپۍ وركړي دي ٬سروے له مخې پھ بشپړه توګه تباه شوې٬ 4250 كورونو كښې د 416 كورونو په بيا جوړولو كار پېل شوې۔ده ووئيل په بشپړه توګه تباه شوو كورونو له 4 لكه او لږ زيان رسېدونكو كورونو له 1 لك 60 زره روپۍ وركړی شوي دي.