د وزیراعظم محمد نواز شریف لخوا د پاکستان کرکټ لوبډلې كپتان مصباح الحق ته ټېلي فون٬

د انګلستان په ضد په آخري ټېسټ كښې په كاميابۍ لوبډلې ته مباركي د آزادۍ ورځ په موقع تاریخي کامیابي ټول قام له د پاکستان کرکټ لوبډلې ډالۍ ده ٬ په ښه ټيم ورك ټوله لوبډله د ستائنې حقداره ده۔ وزیراعظم

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 15 اگست2016ء) وزیراعظم محمد نواز شریف د ګل په ورځ د پاکستان کرکټ لوبډلې كپتان مصباح الحق ته ټېلي فون كولو سره د انګلستان په ضد په آخري ټېسټ كښې په كاميابۍ لوبډلې ته مباركي وركړه۔د وزیراعظم هاٶس بيان له مخې وزیراعظم ووئيل چې د آزادۍ ورځې په موقع تاریخي کامیابي ټول قام له د پاکستان کرکټ لوبډلې ډالۍ ده ٬ په ښه ټيم ورك ټوله لوبډله د ستائنې حقداره ده۔

وزيراعظم په خاص توګه د يونس خان او یاسر شاہ د تاریخي او غېر معمولي كاركردګۍ ستائنه وكړه۔ په مېچ كښې د یونس خان ډبل سنچري او د ياسر شاه 6 وكټ اخستو سره د پاكستان لوبډلې پوزيشن مستحكم شو۔ وزیراعظم ووئيل چې په ښه ټيم ورك ټوله لوبډله د ستائنې حق لري۔ په دې موقع مصباح الحق د وزیراعظم مننه كولو سره ووئيل چې د آزادۍ ورځې په موقع ټېسټ مېچ ګټل په حقيقت كښې د ټولې ډلې كاميابي ده۔ ده ووئيل مونږ د وزیراعظم او ټول قام لخوا په ډاډګيرنه ډېر خوشحاله يو چې په سبب ئې د لوبډلې مورال او جذبه لا قوي شوې۔