په باجوړ اېجنسې كښې د ازادې جشن په جوش او جذبه ولمانځل شو

په باجوړ اېجنسې كښې د ازادې جشن په جوش او جذبه ولمانځل شو

باجوړ اېجنسي (پاکستان نیوزپوائنٹ 15 اگست2016ء) د ټول هېواد په شان په باجوړ اېجنسې كښې د ازادې جشن په جوش او جذبه ولمانځل شو۔ په باجوړ اېجنسې كښې د ازادې جشن خاص دعاګانو او نوافل ادا كولو سره پېل شو۔ د اېجنسې په صدر مقام خار كښې په لېويز لائن او باجوړ سكاؤټس هېډكوراټر كښې د قومي بېرغ هسكولو دستورې وشوې چې پكښې د باجوړ اېجنسې پوليټكل اېجنټ عامر خټك او د باجوړ سكاؤټس كمانډنټ كرنل نيئر زمان ٬ قبائيلي مشرانو او نورو ګډون وكړو۔ په دستوره كښې زده كوونكو ملي نغمې٬ خاكې او قومي ترانه هم وړاندې كړه۔