په پاكستان كښې مېرمنې امن او امان او خوشحالې لپاره مهم كردار ترسره كوي۔ عاصمه ممدوټ

په پاكستان كښې مېرمنې امن او امان او خوشحالې لپاره مهم كردار ترسره كوي۔ عاصمه ممدوټ

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 15 اگست2016ء) د پاكستان مسلم ليګ﴿ن﴾ لارښودې عاصمه ممدوټ وئيلي دي چې په پاكستان كښې مېرمنې امن او امان او خوشحالې لپاره مهم كردار ترسره كوي۔ راډيو پاكستان سره په خبرو كښې هغې ووئيل چې هغه د ازادې جشن په سوله ايز ډول لمانځنه ټول قوم ته مباركي وركوي۔ هغې د مېرمنو كردار ته پېرزينه وړاندې كولو سره ووئيل چې پاكستانې مېرمنې امن او امان او خوشحالې لپاره مهم كردار ترسره كوي۔

په دې موقع د پاكستان مسلم ليګ ﴿ن﴾ لارښود چوهدري اسدالرحمان ووئيل چې د ازادې د جشن لمانځلو بنيادي مقصد د تحريك پاكستان شهيدانو ته د عقيدت پېرزوينه وړاندې كول دي۔ ده ووئيل چې د قائداعظم محمد علي جناح په مشرې كښې د نيمې وچې مسلمانانو په قربانيو او هڅو مونږ ته د پاكستان پشان نعمت نصيب شوے.