مونږ د 73 مقدس آئين حفاظت له ولاړ يو۔ د قاعدې او قانون پابند يو۔ د كېپټن (ر) صفدر جے آئي ټي ته وړاندې كېدو څخه وروستو ميډيا سره خبرې

مونږ د 73 مقدس آئين حفاظت له ولاړ يو۔ د قاعدې او قانون پابند يو۔ د كېپټن (ر) صفدر جے آئي ټي ته وړاندې كېدو څخه وروستو ميډيا سره خبرې

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 24جون2017ء) د وزیراعظم نواز شریف زوم او د مريم نواز خاوند كېپټن ريټائرډ صفدر د خالي په ورځ د پاناما كمېټۍ جے آئي ټي ته وړاندې كېدو څخه وروستو جوډيشل اكېډمۍ څخه بهر ميډيا سره خبرو كښې ووئيل مونږ د 73 مقدس آئين حفاظت له ولاړ يو۔ د قاعدې او قانون پابند يو۔ پاناما كېس د هغه نواز شريف په ضد دے چا چې پاكستان اتومي پاكستان جوړ كړو۔

ده ووئيل دا كېس د هغه نواز شريف په ضد دے څوك چې پاكستان د تيارو نه ويستل غواړي۔ دا كار عمران خان ته هندوانو او يهوديانو لاس كښې وركړې۔ ده زياته كړه چې اولس به كال 2018ء كښې يو ځل بيا نواز شريف ته لوئے مېنډېټ وركړي۔ ده ووئيل د جے آئي ټي رويه ماسره ډېره ښه وه۔ ده ووئيل ماته خوشحالي ده چې زه نن د خپل پلار خالصه وينه په نواز شريف قرباني كوم۔ ده ووئيل زه به مني ټرېل او دستاوېزات دواړه وركړم۔