د طالبانو پټې ژالې بل چرته نه پھ افغانستان كښې دي ٬پاكستان خپله خاوره د كوم بل هېواد په ضد د نه كارولو پوخ عزم لري۔ډاكټر مليحه لودهي

د طالبانو پټې ژالې بل چرته نه پھ افغانستان كښې دي ٬پاكستان خپله خاوره د كوم بل هېواد په ضد د نه كارولو پوخ عزم لري۔ډاكټر مليحه لودهي

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 22جون2017ء) په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازې ډاكټر مليحه لودهي وئېلي دي د طالبانو پټې ژالې بل چرته نه پھ افغانستان كښې دي٬پاكستان خپله خاوره د كوم بل هېواد په ضد د نه كارولو پوخ عزم لري٬پاكستان د افغانستان شخړې هواري لپاره په خبرو اترو باور لري بايد افغانستان په منطقه كښې د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره پاكستان سره په ګډه كار وكړي۔

هغې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل كښې د افغانستان په اړه په بحث كښې د پاكستان مستقل استازې په افغانستان كښې امن لپاره د پاكستان لخوا د ملاتړ جاري ساتلو د عزم څرګندونه وكړه او وې وئېل په افغانستان كښې پوخ امن د منطقې استحكام لپاره ضروري دے۔هغې ووئيل پاكستان د تېرو څلورو لسيزو راهسې د افغان كډوالو كوربتوب كوي او لا هم 20 لكه كډوال په پاكستان كښې مېشته دي۔هغي ووئيل ترهه ګري شريك خطر دے او د منطقې ټولو هېوادونو ته به په ګډه د دې خطر مقابله كول وي۔