د اوركزئي ايجنسۍ بې كوره شويو كسانو د كورونو معاوضې لپاره 29 كروړه 9 لكه 60 زره روپۍ جاري كړې شوې۔فاټا سېكرټرېټ

د اوركزئي ايجنسۍ بې كوره شويو كسانو د كورونو معاوضې لپاره 29 كروړه 9 لكه 60 زره روپۍ جاري كړې شوې۔فاټا سېكرټرېټ

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 22جون2017ء) د فاټا سېكرټرېټ په ضرب عضب عملياتو كښې ځپلې شويو د اوركزئي ايجنسۍ په عارضي توګه بې كوره شوو كسانومعاوضې لپاره 29 كروړه 9 كروړه 60 زره روپۍ جاري كړې دې۔د فاټا سېكرټرېټ چارواكو له مخې د ترهه ګرو په ضد قبائېلي سيمو فاټا كښې ځپلې شويو كسانو له د كورونو معاوضې وركولو لړۍ روانه ده خو د اوركزئي ايجنسۍ بې كوره شويو كسانو كورونو معاوضې لپاره ډيمانډ نمبر 135 له مخې اے جي پي آر 29 كروړه 9 لكه 60 زره روپۍ جاري كړی۔دا فنډ به د بې كوره شويو كسانو تباه شويو كورونو معاوضې مد كښې وېشلې شي۔د چارواكو له مخې قبائېلي سيمو كښې په عارضي توګه د بې كوره شويو كسانو كورونو د سروے عمل بشپرېدونكے دے۔