د حكومتي اقداماتو په نتيجه كښې قوم د مايوسې د تيارو نه وتلو سره د اميد په نړۍ كښې قدم اېښې٬

په راتلونكو دوه كلونو كښې به قوم نوې پاكستان وويني چې پكښې به لوډشېډنګ نه وي او د موټروېز او لويو لارو لوي نېټ ورك به شامل وي٬ هېواد دپرمختګ٬ رغونې او د اقتصادي او معاشي خوشحالې په لار روان شوے٬ اولس د اوسنيو ټاكنو پشمول تل د احتجاجي سياست د لارې د پرمختګ مخه نيوونكي رد كړي٬ د كانټينرسياست ته وده وركوونكي به په راتلونكي كښې هم ناكامې سره مخ كېږي۔ د وزيراعظم محمد نواز شريف په شوركوټ كښې د موټروے اېم فور سېكشن تھري د بنياد تيګې كېښودو دستورې ته وېنا

شوركوټ/ فېصل آباد(پاکستان نیوز پوائنٹ 13 اگست 2016ء) وزيراعظم محمد نواز شريف وئيلي دي چې د حكومتي اقداماتو په نتيجه كښې قوم د مايوسې د تيارو نه وتلو سره د اميد په نړۍ كښې قدم اېښې٬ په راتلونكو دوه كلونو كښې به قوم نوې پاكستان وويني چې پكښې لوډشېډنګ نه وي او د موټروېز او لويو لارو لوي نېټ ورك به شامل وي٬ هېواد د پرمختګ٬ رغونې او د اقتصادي او معاشي خوشحالې په لار روان شوے٬ اولس په اوسنيو ټاكنو پشمول تل د احتجاجي سياست د لارې د پرمختګ مخه نيوونكي رد كړي٬ د كانټينر سياست ته وده وركوونكي به په راتلونكي كښې هم ناكامې سره مخ كېږي۔

د خالي په ورځ د 22 اربه روپو په لګښت جوړېدونكې د موټروے اېم فور د 65 كلوميټره اوږد د شوركوټ نه تر خانيوال سېكشن د بنياد تيګې كېښودو دستورې ته په خپله وېنا كښې وزيراعظم محمد نواز شريف ووئيل چې مونږ د نن نه درې كاله وړاندې چې كله اقتدار ته راغلو نو هغه وخت د هېواد اولس مايوس شوے وو۔ ده ووئيل چې كله مونږ خپل سفر پېل كړو او لارو كوم نوم او نشان هم نه و خو مونږ پوخ عزم سره خپلې لارې پخپله جوړې كړې او د موټروے او د نړيوال معيار د لويو لارو جوړوكو كوم سفر مو چې په كال 1999م كښې پېل كړے و٬ نوې جذبې او جوش سره مو بيا پېل كړو۔

ده ووئيل چې د لوي څښتن په كرم نن قوم د مايوسې نه راوتلې او د امېد په نړۍ كښې ئې قدم ايښې۔ ده ووئيل چې پروژې په تندې سره ترسره كولې شي۔ ده ووئيل چې د پاكستان معاشي حالت ډېره خراب و او د ډيفالټ كېدو اندېښنه پېدا شوې وه خو نن پاكستان په غوره اقتصادي حالت كښې دے۔ وزيراعظم ووئيل چې د پرمختګ خواږه ټولو څانګو ته رسيِ٬ كروندګرو ته خاص پېكج وركړې شو۔

ده ووئيل چې د موټروے داسې جال خپرولې شي كوم به چې د هېواد ټولو لويو لارو سره تړلې شي او ګاونډي هېوادونو په خاص توګه چين او تاجكستان ته به رسولې شيِ چې دغسې پرمختګ وشي او د روزګار نوې موقعې پېدا شي۔ ده ووئيل چې د تېر نيم كال په مهال د 850 اربه روپو د مواصلاتو پروژې پېل كړې شوې دي۔ ده ووئيل چې د افسوس خبره ده چې د تېرو 17 كلونو په مهال كومه يوه پروژه هم پېل نه كړې شوه۔

ده ووئيل چې د پاكستان او چين په اقتصادي لاره د 46 اربه ډالرو سرمايه كاري كېږي٬ د برېښنا كارخانې لګي۔ وزيراعظم ووئيل چې د ده نظر د كال 2018م په ټولټاكنو نه دے بلكې د 25 نه تر 50 كلونو منصوبه بندي كوو چې مقصد ئې اوږدې مودې لپاره اولس ته ريليف وركول دي۔ وزيراعظم په راتلونكو ورځو كښې اولس ته د نور ريليف وركولو اعلان هم وكړو۔ د دې څخه وړاندې د اېن اېچ اے چيئرمېن شاهد اشرف تارړ وزيراعظم ته د پروژې په اړه بريفنګ وركړو۔

جهنګ سره د قومي اسمبلې غړي نذير سلطان وزيراعظم ته د سلطان باهو برج د پرانستې كولو بلنه وركړه او وزيراعظم د دورې كولو لوظ وكړو۔ په دې موقع په پاكستان كښې د چين سفير سن وي ډونګ٬ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد٬ د پنجاب ګورنر رفيق رجوانه٬ د مواصلاتو پارلماني سېكتر او نور اعلٰي چارواكي هم موجود وو۔ ﴿م ع/ م ع2106﴾