د پانامه ليكس په پلمه د جمهوريت له مېنځه وړلو سازش شنډ شوے٬

اولس يو ځل بيا په هېواد كښې د انتشار او احتجاج سياست رد كړے٬ د ترهګرې په ضد جنګ كښې ټول قوم دسياسي او عسكري مشرانو ملګرے دےِ٬ په نېشنل اېكشن پلان او رياستي ادارو نيوكې كوونكي د پاكستان خېر خواه نه شي كېدے۔ د دفاعي پېداوار او د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن د پاكستان ورځې دستورې ته وېنا او خبريالانو سره خبرې

لاهور (پاکستان نیوز پوائنٹ 13 اگست 2016ء) د دفاعي پېداوار او د سائنس او ټېكنالوجۍ وفاقي وزير رانا تنوير حسېن وئيلي دي چې د پانامه ليكس په پلمه د جمهوريت له مېنځه وړلو سازش شنډ شوے٬ اولس يو ځل بيا په هېواد كښې د انتشار او احتجاج سياست رد كړے٬ د ترهګرې په ضد جنګ كښې ټول قوم د سياسي او عسكري مشرانو ملګرے دےِ٬ په نېشنل اېكشن پلان او رياستي ادارو نيوكې كوونكي د پاكستان خېر خواه نه شي كېدے۔

ده دا خبرې په فېروز واله كښې د پاكستان ورځې دستورې او په نصير آباد كښې خبريالانو سره د خبرو په مهال وكړې۔ وفاقي وزير ووئيل چې نېشنل اېكشن پلان ناكامه شوے نه دے٬ اوس به پوره قوت سره د ترهګرې ناسور ختمولې شي۔ ده ووئيل چې د ترهګرې په ضد جنګ كښې سياسي او عسكري مشران يو موټې دي۔ ده ووئيل چې مونږ ته به اختلافات هېرولو سره د دښمن ناوړه ارادې ناكامه كول وي۔ ده ووئيل چې د نېشنل اېكشن پلان له مخې امنيتي ځواكونه په ټول هېواد كښې كومبنګ عمليات كوي او د وروستي ترهګر تر خاتمه به ضرب عضب عمليات روان وي۔ ده ووئيل چې په بلوچستان كښې د هند د مداخلې ثبتونه موجود دي۔ ده ووئيل چې اوس به دښمن سره هېڅ رعايت نه شي كولې٬ د هند پشمول د نړۍ يو طاقت هم پاكستان ته زيان نه شي رسولې۔