د قومي اسمبلې سپيكر سردار اياز صادق او دوهم سپيكر مرتضٰي جاوېد عباسي د آزادې دورځې په موقع قوم ته مباركي وركړه

د قومي اسمبلې سپيكر سردار اياز صادق او دوهم سپيكر مرتضٰي جاوېد عباسي د آزادې دورځې په موقع قوم ته مباركي وركړه

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 13 اگست 2016ء) د قومي اسمبلې سپيكر سردار اياز صادق او دوهم سپيكر مرتضٰي جاوېد عباسي د آزادې د ورځې په موقع قوم ته مباركي وركولو سره وئيلي دي چې د اګست د 14مې نېټې ورځ د ازادې د تحريك شهيدانو او د پاكستان جوړوونكو هڅو ته د عقيدت پېرزوينې وړاندې كولو ورځ ده٬ د دې وطن په بنيادونو كښې د لكونو په شمېر د شهيدانو وينې او د پاكستان د جوړونكو هڅې شاملې دي۔

د پلار نيكه د دې امانت حفاظت او د دې پرمختګ لپاره هڅې كولو په مونږ ټولو لازم دي۔ نننۍ ورځ به مونږ ته لوظ كول وي چې د دې مورني وطن پرمختګ او خوشحالې لپاره به هڅې كوو۔ د ازادې د جشن په موقع په خپل پېغام كښې دوي ووئيل چې قائداعظم محمد علي جناح د يو جمهوري٬ خوشحال او سوله ايز هېواد خوب لېدلې و چرته چې مساوي حقوق او انصاف وي او نړۍ لپاره يو ښه مثال وي۔ دوي ووئيل چې د نن ورځ مونږ ټولو لپاره د فخر ده۔ نن به مونږ ته په خپلو پلانونو٬ عمل او لاسته راوړنو غور كول وي او يوې نوې جذبې او عزم سره به هېواد لوړې كچې ته د رسولو لوظ كول وي.