په اكتوبر كښې به د هېواد وړومبې ډائرېكټ ټو هوم﴿ ډي ټي اېچ﴾ لائسنس جاري كړې شي۔

دې سره به غېر قانوني هندي چېنلې بند شي٬ بايد مېډيا آزادې سره سره د ذمه وارې څرګندونه وكړي٬ كه مېډيا د رياست د نورو ستنو احتساب كوي نو بايد د مېډيا احتساب هم وشي٬ د قانون په نظر كښې ټولې ادارې برابرې دي۔ د پاكستان الېكټرانك مېډيا رېګولېټري اتھارټۍ چيئرمېن ابصار عالم خبري كنفرنس ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوز پوائنٹ 13 اگست 2016ء) د پاكستان الېكټرانك مېډيا رېګولېټري اتھارټۍ﴿پېمرا﴾ چيئرمېن ابصار عالم وئيلي دي چې په اكتوبر كښې به د هېواد وړومبې ډائرېكټ ټو هوم﴿ ډي ټي اېچ﴾ لائسنس جاري كړې شي٬ دې سره به غېر قانوني هندي چېنلې بند شي٬ بايد مېډيا آزادې سره سره د ذمه وارې څرګندونه وكړي٬ كه مېډيا د رياست د نورو ستنو احتساب كوي نو بايد د مېډيا احتساب هم وشي٬ د قانون په نظر كښې ټولې ادارې برابرې دي۔

د خالي په ورځ د پېمرا په مركزي دفتر كښې خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال ابصار عالم ووئيل چې په اداره كښې سپېځلتيا باوري كولې شيِ چې دغسې څوك اعتراض ونه لري خو بيا هم كه د پېمرا په كومه پرېكړه اعتراض وي نو دې لپاره عدليه شته٬ عدليې ته مراجعه كېدے شي۔ ده ووئيل چې اتھارټي د عدليې د هرې پرېكړې احترام كوي۔ ده ووئيل چې د ماشومانو د چېنلو لائسنس جاري كړې شوې چې دغسې د ماشومانو په پروګرامونو كښې د قومي ژبې استعمال وده وكړي۔

ده ووئيل چې د ټي وي چېنلو له امله پېمرا موجود ده٬ مېډيا او پېمرا دواړه لازم او ملزوم دي او بايد پېمرا يوه اداره وګڼلې شي٬ د كوم تن په وجه اداره هدف كول مناسب كار نه دے۔ ده ووئيل چې په اكتوبر كښې به د هېواد وړومبې ډائرېكټ ټو هوم﴿ ډي ټي اېچ﴾ لائسنس جاري كړې شي٬ دې سره به غېر قانوني هندي چېنلې بند شي٬ بايد مېډيا آزادې سره سره د ذمه وارې څرګندونه وكړي٬ كه مېډيا د رياست د نورو ستنو احتساب كوي نو بايد د مېډيا احتساب هم وشي٬ د قانون په نظر كښې ټولې ادارې برابرې دي۔ ده ووئيل چې د خبريالانو د كار استعداد زياتولو لپاره بايد د دوي د مناسبې تربيې بندوبست وكړې شي۔﴿م ع/ م ع 1914﴾