د معاشي پرمختګ سفر مسلسل كاميابۍ سره د وړاندې په پلو روان دے٬انشاﺀالله زمونږ د راتلونكي هدف پرمختګ سفر به نور هم تند كړې شي٬ پھ دې بجټ كښې كوټلي تجاويز اېښودلې شوي٬په بجټ كښې د مرسته كونكو ټولو ادارو او محكمو مننه كوود خزانې وفاقي وزير قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ او سېنېټ سېكرټرېټ نه علاوه د قامي اسمبلۍ د بجټ غونډې د كورېج كونكو ادارو لپاره په اوسني بجټ كښې اضافه شاملولو سره د څلور بنيادي تنخاګانو وركولو اعلان وكړود خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار په قامي اسمبلۍ كښې د راتلونكي مالي كال د بجټ منظورۍ نه پس د مننې اظهار وكړذ

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 14جون2017ء) د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار وئېلي دي چې د معاشي پرمختګ سفر مسلسل كاميابۍ سره د وړاندې په پلو روان دے٬انشاﺀالله زمونږ راتلونكي هدف پرمختګ سفر به نور هم تند كړي٬پھ دې بجټ كښې كوټلي تجاويز اېښودلې شوي٬په بجټ كښې د مرسته كونكو ټولو ادارو او محكمو مننه كوو۔ د خزانې وفاقي وزير قامي اسمبلۍ سېكرټرېټ او سېنېټ سېكرټرېټ نه علاوه د قامي اسمبلۍ د بجټ غونډې د كورېج كونكو ادارو لپاره په اوسني بجټ كښې اضافه شاملولو سره د څلور بنيادي تنخاګانو وركولو اعلان وكړو۔

د شورو په ورځ پھ قامي اسمبلۍ كښې د راتلونكي مالي كال د بجټ منظورۍ نه پس د مننې اظهار كولو سره د خزانې وزير ووئيل چې زمونږ د سفر تسلسل دې كوم چې څلور كاله وړاندې پیل شوې وو هغه په كاميابۍ سره روان دې او دا د وزيراعظم محمد نواز شريف د فهم او فراست عكاسي ده٬مونږ د الله په فضل د پاكستان پھ معاشي استحكام كښې كامياب شوي يو۔ده ووئيل چې د معاشي پرمختګ سفر په كاميابۍ سره روان دې۔

ده ووئيل چې زما د بجټ په تقرير كښې دې په وركړی شوي وژن 2023 غور وكړی شي چې دغسې پھ دې معامله اتفاق پیدا كړی شي۔د خزانې وزير ووئيل چې د قامي اسمبلۍ سپيكر٬دوهم سپيكر د پارلمان غړو او د ټولو مرسته كونكو ادارو خاص مننه كوم كومو چې د غونډې په كاميابۍ كښې مثبت كردار ترسره كړی۔د قامي اسمبلۍ او د سېنېټ سېكرټرېټ د عملې هم ډېره مننه كوم۔ده پھ دې موقع د قامي اسمبلۍ او د سېنېټ ټولو افسرانو او سټاف لپاره د څلورو مياشتو د بنيادي تنخا برابر د اعزازيې اعلان كولو سره ووئيل چې دا د دوي د شپې او ورځې خواري ده۔

د خزانې وزير ووئيل چې د دې نه علاوه قامي اسمبلۍ پھ خاص ډيوټۍ مامور د نورو ادارو او محكمو ملازمينو لپاره هم د څلور مياشتې د بنيادي تنخا د اعزازيې اعلان كوم۔سپيكر ووئيل چې تېر كال د ځينې ادارو ملازمينو د اعزازيې نه ترلاسه كېدو شكايت كړی وو۔دې لپاره دې سپيكر او چيئرمېن هدايت جاري كړي۔