كوئټه (پاکستان نیوزپوائنٹ 6جون2017ء) بلوچستان سوئي سيمه كښې اېف سي د ورانكارۍ هڅه شنډه كړې ده او چاودېدونكي توكي ئې نيولې دي ۔د اېف سي ذريعو له مخې د نهې پھ ورځ د سوئي په ګوه ناله سيمه كښې د فرنټيئر كور بلوچستان په استخباراتې اګاهې كاروائي شوې چې پكښې 7 كلوګرامه چاودېدونكي توكي٬ريموټ كنټرول بم او آئي اي ډي سركټ قبضه كښې اخستې شوي خو څوك نيولې شوي نه دي ۔ذريعو وئېلي دي نامعلومو ترهه ګرو دا چاودېدونكي توكي د ترهه ګرۍ لپاره اېښودې وو۔
سوئي كښې اېف سي د ورانكارۍ هڅه سنډه كړه
7 کال لومړی