اسلام آباد ۔ (پاکستان نیوزپوائنٹ 31مئ2017ء) د روغتيا وفاقي وزيرې سائره افضل تارړ وئيلي دي حكومت د پاكستاني وګړو د روغتيا د تحفظ لوظ كړے۔ تماكو په انساني صحت ناوره اثرات پرېباسي۔ او دا د پرمختګ په لاره كښې تر ټولو لوئے خنډ دے۔ د تماكو كارولو سره انساني صحت ته زيات زيان رسېدلې۔ دغسې د دې ناوړه اغېز وګړو سره سره د ټولنې په سماجي ٬ اقتصادي او ماحولياتي ژوند هم پرېوزي۔
د دې خيالاتو څرګندونه وفاقي وزيرې د شورؤ په ورځ د سېګرټ نوشۍ نړيوالې ورځې په مهال راجوړې كړې شوې دستورې ته خپل خطاب كښې وكړه۔ دې ووئيل د دې نړيوالې ورځې په مهال د كال 2017 مهم مقصد اولس د تماكو په سوب د اولس او هېواد پرمختګ ته پېښو خطرو څخه خبرول دي۔ دې ووئيل تماكو هر كال د 70 لكه كسانو د مرګ سوب ګرځي۔ په دې شمېرو كښې 9 لكهه كسان هغه هم شامل دې چې د تماكو د بوي دلاسه مري۔
دې ووئيل د كم قسمتۍ نه د سېګرټ څښلو رجحان په هغه كسانو كښې زيات دے كوم چې كم تعليم او كم آمدن لرونكي دي۔ دې سره ددوئي په بې وسۍ كښې لا زياتوالې كېږي۔ دې ووئيل پاكستان كښې په سېګرېټ نوشۍ قابو موندلو له به صوبائي او مقامي حكومتونو٬ اولس ٬ ميډيا او ټولو شراكتدارو له په ګډه هڅې كولو سره د حكومت مرسته كول وي۔