وزيراعظم د ټول قام د جذباتو ترجماني كړې۔ مونږ له به په زخمونو مرهم لګول وي نه چې لمبرې جوړې كړو ۔ د مخدوم شاه محمود قرېشي قامي اسمبلۍ كښې نكته اعتراض

وزيراعظم د ټول قام د جذباتو ترجماني كړې۔ مونږ له به په زخمونو مرهم لګول وي نه چې لمبرې جوړې كړو ۔ د مخدوم شاه محمود قرېشي قامي اسمبلۍ كښې نكته اعتراض

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 10اگست 2016ء) د پاكستان تحريك انصاف پارلماني لارښود مخدوم شاه محمود قرېشي وئيلي دي وزيراعظم د ټول قام د جذباتو ترجماني كړې۔ مونږ له به په زخمونو مرهم لګول وي نه چې لمبرې جوړې كړو۔۔ د شورؤ په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې مخدوم شاه محمود قرېشي د اعتراض په نكته ووئيل وزیراعظم چې كومه خبره كړې ورسره اختلاف نه لرو۔

وزيراعظم د ټول قام د جذباتو ترجماني كړې۔ د كوئټې پېښې په اړه شاه محمود قرېشي ووئيل دا ډېره د افسوس وړ پېښه ده۔ هر پاكستاني د دې غندنه او ځپليو كورنيو سره د خواخوږۍ څرګندونه كوې۔ ده ووئيل مونږ مرو ٬ مونږ ژوبل كېږو ٬ ځپلې كېږو ولې بيا هم نړۍ زمونږ دريځ منلو ته تياره نه ده۔ ده ووئيل د ترهه ګرۍ په پېښو مونږ ټول عمري د حكومت بلنه قبول كړې۔ نېشنل اېكشن پلان په سلا جوړ كړې شوې۔ ده ووئيل د پوليس صلاحيتونه زياتول د صوبو ذمه واري ده او مونږ له به د يو قام په حېث د خپلې بې غورۍ اعتراف كول وي۔