د كوئټې پېښه – تر څو چې سهولت كار قانون ته مخ نه كړې شي داسې پېښې به رامخې ته كيږي، وفاقی وزیر اکرم خان درانی

د كوئټې پېښه – تر څو چې سهولت كار قانون ته مخ نه كړې شي داسې پېښې به رامخې ته كيږي، وفاقی وزیر اکرم خان درانی

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 10اگست 2016ء) د هاؤسنګ او تعميرات وفاقي وزير اكرم خان دراني وئيلي دي د كوئټې لويې پېښې نه پس مونږ بېدار شوې يو۔ تر كومې مو چې په سهولت كارو لاس وانه اچولې شي دا ډول پېښې به رامخې ته كيږي۔ ميډيا بايد د ذمه وارۍ څرګندونه وكړي ۔۔ د شورؤ په ورځ پارلېمنټ هاؤس نه بهر ميډيا سره خبرو كښې ده ووئيل استخباراتې ادارې او هوم ډيپارټمنټ د داغدار كسانو اوږد فهرست لري۔

د دې كسانو او سهولت كارو په ضد بايد فعاله كاروائي وكړې شي۔۔ د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل ميډيا بايد په موجوده حالاتو كښې د ذمه وارۍ څرګندونه وكړي۔ د وزيراعظم د كوئټې پېښې نه پس او د پوځ سر لښكر په مخكښې رسېدو په بېلو ټي وي چېنلو اېنكر پرسن د پوځ او حكومت د تقسيمولو په اړه پروګرامونه نشر كوي۔ ده ووئيل وزيراعظم د هېواد مشر دے ٬ده له د خپل پروګرام ترمخه تلل وو۔ ولې مېډيا د حكومت او د پوځ سرلښكر تللو په اړه غلط تاثر وركړو۔ وفاقي وزير ووئيل ځينې ټي وي چېنلو د محمود خان اچكزئۍ په شمول ځينو قامي لارښودو ته غدار ووئيل۔ ده ووئيل په قامي لارښودو دا ډول تورونه لګول سم نه دي۔