د وزيراعظم خاص سلاحكار عرفان صديقي پھ مشرۍ كښې د اقبال اكېډمي ګورننګ باډي غونډه

د وزيراعظم خاص سلاحكار عرفان صديقي پھ مشرۍ كښې د اقبال اكېډمي ګورننګ باډي غونډه

لاهور(پاکستان نیوزپوائنٹ 10اگست 2016ء) د اقبال اكېډېمي ګورننګ باډۍ غونډه د وزيراعظم د قامي٬تاريخ او ادبي ورثه خاص سلاحكار عرفان صديقي پھ مشرۍ كښې د شورو په ورځ ايوان اقبال كښې وشوه۔غونډه كښې ځينې مهمې پريكړی وشوې٬ د اقبال اكېډېمي مستقل ډائرېكټر تعيناتولو لپاره د تګلارې منظوري هم وركړی شوه۔په غونډه كښې وفاقي بجټ كښې د اعلان كړې شوې پالسې له مخې د ملازمانو د تنخاګانو زياتولو منظوري وركړې شوه۔

غونډه كښې د اقبال اكېډېمي دوهم صدر منيب اقبال٬د پنجاب پخواني اعلٰی وزير ميا افضل حيات٬وفاقي سېكتر محسن اېس حقاني او نورو ګډون وكړو۔په دې موقع اقبال اكېډېمي د كتابونو او مصنوعاتو سټال هم لګولې ؤ۔(وا/ض ض/ګ ل/وس/2200) د برتانيې د نړيوال پرمختګ نوي وزير پريټي پاټل د خزانې وفاقي وزير سناتور اسحاق ډار