د ترهه ګرۍ په ضد قامي جنګ پكار دے ۔ سید خورشید شاہ

د ترهه ګرۍ په ضد قامي جنګ پكار دے ۔ سید خورشید شاہ

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 10اگست 2016ء) قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سید خورشید شاہ وئيلي دي د ترهه ګرۍ په ضد قامي جنګ پكار دے۔د شورو په ورځ قامي اسمبلۍ كښې د اعتراض په نكته سید خورشید احمد شاہ ووئيل د وزیراعظم په موجودګۍ كښې زه دا خبره كول غواړم چې پارلماني كمېټي دې جوړه كړې شي ٬ حكومت دې مخالفې ډلې ته موقع وركړي ٬ مونږ د هېواد په حق كښې خبره كول غواړو ٬ ده ووئېل د ترهه ګرۍ په ضد قامي جنګ پكار دے ٬ په دې لړ كښې باېد بحث روان وساتلې شي۔ سپيكر ووئيل د كوئټې په پېښه دوه ورځې بحث وكړې شو٬ مونږ له د قاعدې او قانون له مخې تګ پكار دے.