وزیراعظم په بشپړ عزم د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د خپل لوظ پخلے كړے ۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ سېكتر

وزیراعظم په بشپړ عزم د ترهه ګرۍ خاتمې لپاره د خپل لوظ پخلے كړے ۔د منصوبه بندۍ او پرمختګ سېكتر

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 10اگست 2016ء) د منصوبه بندۍ او پرمختګ سېكتر سید ثقلېن شاہ بخاري وئيلي دي وزیراعظم په بشپړه عزم سره د ترهه ګرۍ د خاتمې لپاره د خپل لوظ پخلے كړے دے ٬ سياسي او عسكري مشران د ترهه ګرۍ په ضد يوز موټے دي ٬ د كوئټې پېښې ټول هېواد غندنه كړې ده ۔د شورو په ورځ د پارلمان بهر اے پي پي سره په خبرو كښې ده ووئيل وزیر اعظم په قامي اسمبلۍ كښې د كوئټې پېښې نه پس بشپړه عزم سره د ترهه ګرۍ د خاتمې د لوظ پخلې كړې۔

ده ووئيل هېواد كښې د ترهه ګرۍ خاتمې له روان ضرب عضب عمليات به د وزیر اعظم او پوځ سرلښكر په مشرۍ كښې ترسره كېږي او د دې به ښې نتيجې رامخې ته كېږي ۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل هېواد كښې د توان ٬ اقتصادي لارې پشمول په ټولو قامي پروژو په تندۍ سره كار روان دے ٬ حكومت به د توان بحران او لوډشېډنګ خاتمې پحقله ټول لوظونه ترسره كوي.