آزادی ټرېن خپل مزل له په بشپړه توګه تيار دےټرېن به نن اسلام آباد څخه روانېږي۔

د کېرج فېکټرۍ اېم ډي د اطلاعات او خپرونو وفاقي وزير او د رېلوے وزير به د ټرېن په باضابطه توګه پرانسته كوي ٬ د بېلا بېلو هېوادونو سفيران به هم په دې موقع موجود وي٬ دا ټرېن درې برخې لري۔ د اېم ډي محمد یوسف بريفنګ

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 10اگست 2016ء) د كېرج فېكټرۍ منېجنګ ډائرېکټر محمد یوسف وئيلي دي آزادی ټرېن خپل مزل له په بشپړه توګه تيار دے ٬ ټرېن به (نن) د زيارت په ورځ اسلام آباد څخه روانېږي۔ د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزير سناتور پروېز رشيد او د رېلوے وفاقي وزير خواجه سعد رفيق به په مشتركه توګه د آزادي ټرېن په باضابطه توګه پرانسته كوي۔

د كېرج فېكټرۍ مېنجنګ ډائرېكټر محمد يوسف خپل خبري بريفنګ كښې ووئيل د بېلا بېلو هېوادونو سفيران به هم په دې موقع موجود وي٬ دا ټرېن درې برخې لري چې پكښې به 6 فلوټس ٬ 6 ګېلرۍ او 6 اپرېشنل ډبې وي ٬ په فلوټس د څلورو واړو صوبو نه علاوه ګلګت بلتستان او آزاد كشمير كلتور به هم رامخې ته كولې شي او دغسې دوه ډبې وسله وال ځواكونو له بېلې كړې شوې چا چې د پاكستان حفاظت له ډېر قربانۍ وركړې دي۔ يو ډبه به د پاك چين اقتصادي لارې او د نورو پرمختيائي پروژو نمائندګي كوي۔