د لوړو زده كړو كمېسون په 31 ضلعو كښې د بېلا بېلو پوهنتونونو نوې كېمپسونه جوړول پېل كړل۔

دسرکاري پوهنتونونو 16 ذيلي كېمپسو جوړېدولو له به تدريسي ٬ تعليمي او مادي انفرسټراكچر وركولې شي

د لوړو زده كړو كمېسون په 31 ضلعو كښې د بېلا بېلو پوهنتونونو نوې كېمپسونه جوړول پېل كړل۔
دسرکاري پوهنتونونو 16 ذيلي كېمپسو جوړېدولو له به تدريسي ٬ تعليمي او مادي انفرسټراكچر وركولې شي

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 10اگست 2016ء) د لوړو زده كړو كمېسون په 31 ضلعو كښې د بېلا بېلو پوهنتونونو نوې كېمپسونه جوړول پېل كړل په وړومبي پړاٶ كښې به د سرکاري پوهنتونونو 16 ذيلي كېمپسو جوړېدولو له به تدريسي ٬ تعليمي او مادي انفرسټراكچر وركولې شي۔ ټول ذيلي كمېپسونه به ھغه ضلعو كښې جوړولې شي چرته چې د زر نه تر 1500 زده كوٶنكي داخله اخستې شي او ھغه ضلعې چرته چې آبادي كمه ده كښې به ورچوئل پوهنتون كېمپسونه جوړوي۔

د منصوبه بندۍ كمېسون وفاقي وزير احسن اقبال په مشرۍ كښې به قائمه كمېټئ د دې منصوبو نګراني كوي په كومو ضلعو كښې چې به د پوهنتونونو ذيلي كمپسونه جوړولې شي په ھغې كښې هنزہ، فارورډ کهوټه، پشین، ډېرہ مراد جمالي، اتھل، نوشکي، بټګرام، شانګله، ټانك، هنګو، شهدادکوټ، سانګهړ، کشمور او جېکب آباد ضلعې شاملې دي دغسې د ورچوئل پوهنتون په 15 ذيلي كمپسونو كښې به 2 ګلګت بلتستان، يو فاټا، 5 په بلوچستان، يو په خېبر پښتونخوا ، 4 په پنجاب او دوه په سندھ كښې جوړولې شي۔