پارلمان حکومت ته لارښودنه كوي ٬

د ترهه ګرۍ په ضد مونږ وخت په وخت د حکومت ملګرتيا كړي داسې پارلمانی کمېسون دې جوړ كړې شي چې پكښې ټولې ادارې د ترهه ګرۍ په اړه ځواب وركونكې وي قامی اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سید خورشید شاہ قامی اسمبلۍ كښې بیان

پارلمان حکومت ته لارښودنه كوي ٬
د ترهه ګرۍ په ضد مونږ وخت په وخت د حکومت ملګرتيا كړي داسې پارلمانی کمېسون دې جوړ كړې شي چې پكښې ټولې ادارې د ترهه ګرۍ په اړه ځواب وركونكې وي قامی اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سید خورشید شاہ قامی اسمبلۍ كښې بیان

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 10اگست 2016ء) قامی اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر سید خورشید شاہ وئيلي دي پارلمان حکومت ته لارښودنه كوي ٬ د ترهه ګرۍ په ضد مونږ وخت په وخت د حکومت ملګرتيا كړي ‘ داسې پارلمانی کمېسون دې جوړ كړې شي چې پكښې ټولې ادارې د ترهه ګرۍ په اړه ځواب وركونكې وي۔ د شورو په ورځ قامی اسمبلۍ په غونډه كښې د مخالفې ډلې مشر سید خورشید احمد شاہ ووئيل 10 اګست د هيواد د تاریخ اهمیت لرونكې ورځ ده۔

په 10 اګست 1947ء د پاکستان وړومبۍ قانون سازې اسمبلۍ غونډه شوې وه ۔ د نيمې اوچې مسلمانانو په قربانیو پاکستان جوړ شوے۔ په 11 اګست 1947ء قائد اعظم د اسمبلۍ صدر ټاكلے شوے ۔ ده ووئېل هغه چې په خپل وړومبي خطاب كښې د كومو خیالاتو څرګندونه كړې وه په هغې كښې زياتې خبرې د نن حالاتو سره مطابقت لري۔ ده ووئيل د ریاست ذمه واری د اولس د ځان او مال تحفظ دے۔

پارلمان حکومت ته لارښودنه كوي۔ ده ووئيل تر څو به مونږ د خپلو بچو په شهادتونو اوښكې بهيوو او هغوي له به دعاګاني غواړو۔ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد مونږ وخت په وخت د حکومت ملګرتيا كړي۔ مونږ نېشنل ایکشن پلان ٬ نیکټا په شان ادارې جوړولو ته سلا شوي وو ۔ څلورو واړو صوبو كښې د ترهه ګرۍ پېښې رامخې ته شوي ۔ ده ووئېل اوس بلوچستان كښې چې كومه پېښه رامخې ته شوي د دې نوعیت جلا دے كومه كښې چې د بلوچستان هائی کورټ وكيلان شهیدان شوي۔ ده ووئيل داسې پارلمانی کمېسون دې جوړ كړې شي چې پكښې ټولې ادارې د ترهه ګرۍ په اړه ځواب وركونكې وي۔(ص ف/ض ض/ګ ل/1929)