حکومت اقتدار كښې راتلو نه پس په درې كلونو كښې 2 لکھ 37 زره شناختی کارډونه بلاك كړي۔

د قامي شناختی کارډونو د تصدیق نګرانۍ لپاره د پارلمان اوورسائټ کمېټی جوړول غواړو ٬ د تصدیق عمل كښې تر اوسه درې نيم كروړه شناختی کارډونو تصدیق شوې ٬ دفیملی ټریز څخه ګڼ شمېر غیر قانونی شناختی کارډونه په ګوته كړې شوي د كورنيو چارو وفاقی وزیر چوهدری نثار علی خان قامی اسمبلۍ ته ځواب

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 10اگست 2016ء) د كورنيو چارو وفاقی وزیر چوهدری نثار علی خان وئيلي دي حکومت اقتدار كښې راتلو نه پس په درې كلونو كښې 2 لکھ 37 زره شناختی کارډونه بلاك كړي ٬ ملا منصور د پاکستان وګړې نه وو ٬ ملا منصور ته په 2005ء كښې پاسپورټ جاری شوې او دغسې په 2011ء كښی ئې تجديد شوې وو ٬ مونږ د هغې د ذمه دارو په ضد ایکشن اخستے ٬ د قامي شناختی کارډونو د تصدیق نګرانۍ لپاره د پارلمان اوورسائټ کمېټی جوړول غواړو ٬ د تصدیق عمل كښې تر اوسه درې نيم كروړه شناختی کارډونه تصدیق شوې ٬ د فیملی ټریز څخه ګڼ شمېر غیر قانونی شناختی کارډونه په ګوته كړې شوي ۔

د شورو په ورځ قامی اسمبلۍ غونډه كښې د پوښتنو دمې په مهال د كورنيو چارو وزير چوهدری نثار علی خان ووئيل دا مهمه معامله ده۔ جعل سازی په نړۍ كښې هر ځائې كېږي ۔ نېشنل ډیټا بیس اتھارټی 2013ء نه وړاندې 525 شناختی کارډونه بلاك كړي وو۔ ده ووئيل زمونږ په درې كلونه موده كښې 2 لکھ 37 زره كارډونه بلاك كړې شوي ۔ 29 زره پاسپورټونه کینسل شوي دي ۔ ده ووئېل د شناختی کارډ تصدیق سره تر اوسه درې نيم كروړه شناختی کارډونه تصدیق شوي۔

ده ووئيل اولس او ميډيا بشپړه مرسته كړي ٬ ټولو به دا وئيل په 6 مياشتو كښې به دا كار څنګه بشپړ شي ٬ مونږ پھ يوه نيمه مياشت كښې زيات كار وكړو ۔ ده ووئيل ګڼ كسان غیر ملکیان داسې هم شته كومو چې كارډونه ترلاسه كړي۔ ده ووئيل د پاکستان نېشنل ډیټا بیس ریکارډ به سمول وي۔ چوهدری نثار ووئيل مونږ جون 2013ء څخه په دې مسئله كار پيل كړے٬ يو نيم كال كښې زيات ښه والې رامخې ته شوے۔ ده ووئيل ملا منصور ته په 2005ء كښې پاسپورټ جاری شوې دغسې په 2011ء كښی ئې تجديد شوې وو ٬ مونږ د هغې د ذمه دارو په ضد كاروائې كړې ده.