په ټولنه كښې امن او همغږي د قرآن او سنتو په اصل اصولو عمل كولو سره تړلې۔ د قرآني تعليماتو ودې سره به په ټولنه كښې د بدو او ستونزو خاتمه وشي۔ د اسلام انتهاخوښۍ اوترهګرې سره هېڅ تعلق نشته۔ د وړومبې مېرمن بېګم محموده ممنون حسېن په نړيوال اسلامي پوهنتون كښې زده كوونكو ته د حفظ قرآن سندونو وركولو دستورې ته وېنا

په ټولنه كښې امن او همغږي د قرآن او سنتو په اصل اصولو عمل كولو سره تړلې۔ د قرآني تعليماتو ودې سره به په ټولنه كښې د بدو او ستونزو خاتمه وشي۔ د اسلام انتهاخوښۍ اوترهګرې سره هېڅ تعلق نشته۔ د وړومبې مېرمن بېګم محموده ممنون حسېن په نړيوال اسلامي پوهنتون كښې زده كوونكو ته د حفظ قرآن سندونو وركولو دستورې ته وېنا

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 23مئ2017ء) وړومبې مېرمن بېګم محموده ممنون حسېن وئيلي دي چې په ټولنه كښې امن او همغږي د قرآن او سنتو په اصل اصولو عمل كولو سره ممكن ده٬ د قرآني تعليماتو ودې سره به په ټولنه كښې د بدۍ او ستونزو خاتمه وشي۔ د اسلام انتهاخوښې او ترهګرې سره هېڅ تعلق نشته۔ هغې دا خبرې د نهې په ورځ په نړيوال اسلامي پوهنتون كښې زده كوونكو ته د حفظ قرآن اسنادو وركولو دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔

په دې موقع د نړيوال اسلامي پوهنتون صدر پروفېسر ډاكټر احمد يوسف الدروېش٬ د اسلامي پوهنتون رېكټر معصوم ياسين زئ هم موجود و۔ وړومبۍ مېرمن ووئيل چې حفظ قرآن او ناظره قرآن يو سعادت دے او په قرآن و سنت كښې د دې تائيد څو ځايه شوې۔ هغې ووئيل چې په دار منيره كښې د قرآن حكيم تجويد او د حفظ تعليم سره سره نورو قرآني تعليماتو ته هم پام شوے۔ هغې ووئيل چې دا خبره د خوشحالې ده چې په دار منيره كښې يوازې پاكستانې ماشومانې نه بلكې د نورو هېوادونو ماشومانې هم د دې نظام څخه استفاده كوي۔

وړومبې مېرمن بېګم محموده حسېن ووئيل چې د قرآني تعليماتو ودې سره به په ټولنه كښې د بدۍ او ستونزو خاتمه وشي۔ هغې ووئيل چې په صحيح طريقه ژوند تېرولو لپاره ضروري ده چې مونږ قرآن ترجمې سره ولولو او د دې اصل پېغام وپېژنو۔ وړومبۍ مېرمن ووئيل چې د نړۍ مسلمان ځوانان دې قرآني تعليمات خپل شعار جوړ كړي او د اسلام اصل پېغام كوم چې د امن دے٬ زيات نه زيات خپور كړي۔

هغې ووئيل چې پوهنتونونه هغه ځايونه دي چرته چې مسلمانان د نوي دور له مخې تعليم ترلاسه كولو سره د راتلونكو ستونزو مقابله كولې شي۔ هغې ووئيل چې د اسلام انتهاخوښۍ او ترهګرۍ سره هېڅ تعلق نشته۔ ترهګري او انتهاخوښي اسلام سره تړلو سره د دين د حقيقي تعليماتو مسخ كولو هڅه شوې كوم چې د امن او خوشحالې پېغام وركوي۔ وړومبې مېرمن ووئيل چې د اسلامي پوهنتون د مېرمنو كېمپس ماشومانو ته د قرآن پاك تعليم وركولو لپاره يو ښه روايت قائم كړے۔

دې سره به زمونږ نوې كل د دين د اصل روح نه خبر شي۔ وړومبۍ مېرمن زده كوونكو ته د قرآني كورس په ترسره كولو مباركي وركړه او د دې هيلې څرګندونه ئې وكړه چې هغوي به د اسلام اصل پېغام سره د ټولنې په رغونه او پرمختګ كښې خپل مهم كردار ترسره كړي۔ په دې موقع وړومبې مېرمن دارالمنيره كښې د قرآني تعليم كورس ترسره كوونكو زده كوونكو ته اعزازات هم وركړل۔