د ترهه ګرۍ په ضد دې پھ مشاورت تږلاره جوړه كړی شي۔مولانا فضل الرحمان

د ترهه ګرۍ په ضد دې پھ مشاورت تږلاره جوړه كړی شي۔مولانا فضل الرحمان

اسلام آباد(پاکستان نیوزپوائنٹ 10اگست 2016ء) د جمعيت علماﺀ اسلام(ف)مشر او د قامي اسمبلۍ غړي مولانا فضل الرحمان وئېلي دي د ترهه ګرۍ په ضد دې پھ مشاورت حكمت عملي جوړه كړی شي چې دغسې د كوئټې پشان پیښو مخ نيوي وكړی شي۔د شوور پھ ورځ د پارلمان په خوا كښې خبريالانو سره خبرو كښې ده ووئيل د كوئټې په پیښھ كښې د هند د خفيه ايجنسۍ را د ككړېدو په اړه د بلوچستان وزيراعلٰی بيان نه شي نظر انداز كېدې۔

هغه زيات معلومات لري۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل د ترهه ګرۍ په ضد جنګ امنيتي ادارو له كول دي٬اولس يوازې د يو والي څرګندونه او مرسته كولې شي۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې ده ووئيل كله هم چې پیښه رامينځ ته شي نو بيا مونږ فكر كوو٬د محرم ربيع الااول او نورو موقعو كركی رامينځ ته شوي۔د دغې مخ نيوي لپاره كومه قانون سازي نه كېږي٬ ده ووئېل تر نن ورځې د حريت په اړه كومه قانون سازي نشته بيا وروستو ټوله ذمه واري پھ علماﺀ اچولې شي۔