كراچۍ له د اوبو وركولو پروژه به دوه كاله كښې ترسره شي٬

50 فيصده بجټ به وفاق او50 فيصده به صوبه برداشت كوي٬د وفاق لخوا 2 اربه 70 كروړه روپۍ اېډوانس وركړی شوي٬اوسنې وزيراعلٰی چې كله سينئر وزير وو هغه وخت به يې پھ پروژه غونډو كښې ګډون كولو٬هيله ده هغه به پروژه ځنډېدو له ورنكړي۔د منصوبه بندۍ٬پرمختګ اواصلاحات وفاقي وزير احسن اقبال قامي اسمبلۍ كښې د پوښتنو دمې په مهال ځواب

اسلام آباد (پاکستان نیوزپوائنٹ 10اگست 2016ء) د منصوبه بندۍ٬پرمختګ او اصلاحاتو وفاقي وزير احسن اقبال وئېلي دي كراچۍ له د اوبو وركولو پروژه به په دوه كاله كښې ترسره شي٬ 50 فيصده بجټ به وفاق او 50 فيصده به صوبه برداشت كوي٬د وفاق لخوا 2 اربه 70 كروړه روپۍ اېډوانس وركړی شوي ٬اوسنې وزيراعلٰی چې كله سينئر وزير وو هغه وخت به يې پھ پروژه غونډو كښې ګډون كولو٬هيله ده هغه به پروژه ځنډېدو له ورنكړي۔

د شورو په ورځ د قامي اسمبلۍ غونډه كښې د پوښتنو دمې پھ مهال د شېخ صلاح الدين د پوښتنې په ځواب كښې د منصوبه بندۍ او پرمختګ وفاقي وزير ووئيل تېر كال پھ بجټ كښې مونږ كراچۍ لپاره د اوبو د پروژې پھ خاطر دوه اربه 70 كروړه روپۍ وركړی دي٬وفاق به د دې پروژې 50 فيصده خرڅونه برداشت كوي۔ده باور وركړو چې كله هم په پروژه كار ترسره شي د خپلې برخې ټولې پېسې به وركړو۔ده ووئيل د دې پروژې ټهيكه صوبائي حكومت اېف ډبليو او له وركړی۔د پروژې څارنې لپاره كمېټي جوړه كړی شوې۔ده ووئيل كه پروژې لپاره د زياتو پېسو ضرورت پېښ شو نو وركولې به شي۔